صدیقی: د پولیسو رنجر کې د طالبانو د پوځی مسؤل د انتقال موضوع څېړو

گزارشگر:سه شنبه 1 سرطان 1395 - ۳۱ جوزا ۱۳۹۵

mandegar-3د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وایی په بغلان کې د پولیسو په رنجر موټر کې د طالبانو د پوځی مسوول د انتقالولو په تړاو څېړنې روانې دی.
په داسې حال کې چې د بغلان سیمه ییزو چارواکو دا منلې چې دغه رنجر موټر د وردګو ولایت د امنیه قوماندان خلیل انداربی پورې اړوند و خو د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقی وایی چې د طالبانو سره د ښاغلی اندرابی د همکارۍ یا نه همکارۍ په تړاو قضاوت له وخته مخکې دی.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقی د دوشنبې په ورځ یوې خبری غونډې ته وویل چې په بغلان ولایت کې د پولیسو په رنجر په موټر کې د طالبانو د پوځی مشر لیږدولو په اړه څېړنې روانې دی.
امنیتی ځواکونو د یکشنبې په ورځ د بغلان ولایت لپاره د طالبانو پوځی قوماندان قاری ظاهر له دوو پولیسو سره چې ویل کېږی د میدان وردګو امنیه قوماندانۍ اړوند دی یو ځای له رنجر موټر څخه کښته او ونیول.
ښاغلی صدیقی وایی چې په دې برخه کې جدی څېړنې روانې دی، او لا به له وخته مخکې وی چې په قضیه کې د امنیه قوماندان اندرابی د ښکېلاتیا په اړه څه وویل شی.
هغه زیاته کړه: «د کورنیو چارو وزارت به دا مسله د ملی امنیت ریاست سره یو ځای په جدی ډول وڅېړی تر څو روښانه شی چې د پولیسو وسایط د پولیسو او د طالبانو له یوه غړی سره څنګه یو ځای پیدا کېږی.»
د کورنیو چارو وزارت ویاند د ازادی راډیو یوې پوښتنې په ځواب کې وویل، طالبان هڅه کوی چې په امنیتی ځواکونو کې ځانته ځای پیدا کړی خو افغان ځواکونه د دښمن له هرې توطیې خبر دی او د مخنیوی هڅه یې کوی.
خپل منځی حملې او د جنسی استفادو لپاره د پولیسو لیکو ته د وسله والو لخوا د ماشومانو لېږل هغه موارد دی چې د ځینو په وینا په امنیتی لیکو کې د طالبانو نفوذ ښیی.
د ارزګان پخوانی امنیه قوماندان غلام سخی روغ لیونی ویلی چې طالبان د پولیسو پوستو ته د نفوذ لپاره ښایسته ماشومان لېږی کوم چې وروسته هغوی پولیسو ته مخدره مواد ورکوی او د طالبانو لپاره د حملې یوه اسانه زمینه برابریږی.
د هغه په وینا د جنوری میاشتې څخه تر اپریل میاشتې پورې له دې لارې شپږ حملې شوی کومو چې سلګونو پولیس وژلی او یا ټپی کړی دی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.