گزارشگر:یک شنبه 3 اسد 1395 - ۰۲ اسد ۱۳۹۵
د افغانستان د هوایی چلند خپلواکه اداره وایی چې د سیمې او هېواد اقتصادی اړتیاوو ته په کتو یې د هوایی ډګرونو د پراختیا طرحه جوړه کړې ده.
دغه اداره وایی، د هېواد یو شمېر هوایی ډګرونه به پراخ او په یو شمېر ولایتونو کې به نوی هوایی ډګرونه جوړ کړی.
د هوایی چلند خپلواکې ادارې ویاند قاسم رحیمې د شنبې په ورځ ازادی راډیو ته وویل چې په افغانستان او سیمه کې اقتصادی اړتیاوو او ودې ته په کتو یې د هوایی ډګرونو د پراختیا طرحه جوړه کړې ده.
نوموړی وایی چې په دې لړ کې د هرات او په کابل کې د حامد کرزی نړیوال هوایی ډګرونه پراختیا مومی او یو شمېر ولایتونو کې نوی ډګرونه جوړېږی.
ښاغلی رحیمی زیاتوی:
«موږ د سیمهییزو او نړیوالو همغږیو او همکاریو پراختیا ته اړتیا لرو نو د دې لپاره اړتیا ده چې د افغانستان د هوایی ډګرونو په فزیکی او تخنیکی جوړښت کارونه وشی موږ باید غوره امکانات ولرو تر څو ټرانسپورټی سیستم داسې جوړ کړو چې د سیمې له هېوادونو سره همغږه وی او په یو نه یو ډول د سوداګرۍ لپاره د ټرانسپورټ په برخه کې ځواب ویونکی وی.»
نوموړی وایی چې دا مهال په خوست، فراه، بدخشان، نیمروز، تخار، غزنی، بامیانو او ځینې نورو ولایتونو کې د هوایی ډګرونو په جوړولو او لا عصری کېدو کارونه روان دی.
افغانستان اوس مهال په هرات، کندهار، کابل او مزارشریف کې نړیوال هوایی ډګرونه لری خو د هوایی چلند خپلواکه اداره وایی چې په نویو جوړېدونکو هوایی ډګرونو کې هم ټول نړیوال معیارونه او د هوایی چلند کنوانسیونونه په نظر کې نیول کېږی.
دا په داسې حال کې ده چې د تېر کال راهیسې د ځمکنی ټرانسپورټ په برخه کې د ځینو ستونزو له رامنځته کېدو سره ډېرو خلکو د هوا له لارې تګ راتګ ته لومړیتوب ورکړی دی.
د اقتصادی چارو کارپوه اسلامالدین ځدراڼ ولایتی هوایی ډګرونه او ورته منظم پروازونه د اقتصادی رشد او سوداګرۍ لپاره ګټور ګڼی.
هغه وایی چې که د پراختیا تر څنګ څار، کنټرول او مصونیت ډېر شی ډېر کورنی او بهرنی سیلانیان به د افغانستان لیدو ته زړه ښه کړی.
ښاغلی ځدراڼ وایی:
«چې وګورئ په افغانستان لارې په مختلفو موسمی حالاتو کې بندېږی، په دغه وخت کې د افغانستان مهم ولایتونه هوایی ډګرونه نهلری چې له دې سره خلک او بهرنی سیلانیان نهشی کولای هغو سیمو ته ولاړ شی، که چېرې هوایی ډګرونه جوړېږی اقتصادی رشد راځی او د افغانستان د بېلابېلو سیمو سره اسانه خلک اشنا کېږی.»
د هوایی چلند ادارې د معلوماتو له مخې دغې ادارې د خپلو پراختیایی کارونو لپاره د جاپان، اېټالیا او امریکا د مرستو تر څنګ شاوخوا اتیا میلیونه ډالره پراختیایی بودجه ځانګړې کړې ده.
اقتصادی څېړونکی اسلامالدین ځدراڼ وایی چې افغانستان په سیمه کې اقتصادی او نړیوال اهمیت لری نو ځکه په شته هوایی ډګرونو باید هم بسنه ونهشی.
Comments are closed.