گزارشگر:دو شنبه 4 اسد 1395 the_time('j F Y');?>
د میدان وردګو د ولایت اوسېدونکی وایی چې په یاد ولایت کې امنیتی ګواښونه ډېر شوی، نو له همدې کبله هغه حکومتی مأمورین چې ناامنو سیمو پورې اړه لری، په خپلو کلیو او ولسوالیو کې د استوګنې پر ځای یې نورو ولایتونو ته کډې بیولی دی.
بل لوری ته د میدان وردګو ولایت ملکی او پوځی چارواکی منی چې د یاد ولایت له اتو ولسوالیو څخه څلور یې تر سخت امنیتی ګواښ لاندې دی، خو د هغوی په وینا چې د امنیت د ښه کولو لپارهیې هڅې چټکې کړی دی.
میدان وردګو ولایت چې د کابل لوېدیځه دروازه بلل کېږی او پلازمېنې سره په ۳۵ کیلومتره واټن کې پروت دی، اوسېدونکی وایی چې په یاد ولایت کې ناامنۍ او جګړې زیاتې شوی دی.
دوی وایی، کله نا کله حتی د ولایت مقام سره په نږدې واټن کې د وسلهوالو او افغان ځواکونو تر منځ د نښتو او ډزو غږونه اورېدل کېږی.
په میدان وردکو کې د امنیتی تهدیدونو او نا امنیو په اړه د یاد ولایت یو تن مدنی فعال محمد حامد هاشمی د ازادی راډیو مشال څانګې ته داسې وایی: «په دې وروستیو کې یو ځل بیا په میدان وردګو کې امنیت خراب شوی دی، حتی د ولایت په سل مترۍ کې هم مخالفین موجود دی، وخت نا وخت د ولایت په مقام باندې هم ډزونه کوی، جلرېز، نرخ او سید اباد هغه ولسوالۍ دی چې امنیت نور هم پهکې خراب شوی دی، دولتی مأمورین نهشی کولای خپلو کورونو ته ولاړ شی، نو له مجبوریته په نورو ولایتونو کې ژوند ترسره کوی.»
د حکمتالله واصفی په نوم یو بل سیمهوال هم په یاد ولایت کې د امنیتی ستونزو د ډېرېدو خبره کوی او له افغان حکومت غواړی چې د میدان وردګو د امنیتی حالت د ښه کولو لپاره دې هڅې چټکې کړی.
چارواکی دای میرداد، سید اباد، جغتو او جلریز د میدان وردګو هغه ولسوالۍ یادوی چې تر لوړ امنیتی ګواښ لاندې دی.
دوی زیاتوی د میدان وردګو د دوو لویو لارو مسئله مهمه ده، یاد ولایت د جلریز ولسوالۍ له لارې له بامیانو سره نښلول شوی او بل لوری ته د افغانستان له جنوب او جنوب لوېدیځو ترانزیټی لارو د ډېریو وزارتخانو مالونه له همدې لارې کابل ته وړل کېږی، نو وسلهوال هڅه کوی دا بهیر له ځنډ او خنډ سره مخامخ کړی.
د یاد ولایت امنیه قوماندان مل پاسوال عبدالرازق یعقوبی په دې اړه وایی: «هغه ولسوالۍ چې په میدان وردګو کې تر لوړ امنیتی ګواښ لاندې دی، دای میرداد ولسوالۍ ده، سید اباد، جغتو او جلریز ولسوالۍ دی، له دې کبله چې دا سیمې غریزې او شنې دی، همدارنګه درې او لوړې، ژورې لری، نو وسلهوال ورڅخه ډېره استفاده کوی، د نمبر دو شهراه مسئله چې میدان ښار له بامیانو سره نښلوی، د جلریز ولسوالۍ تر مرکزه نږدې واټن کې وسلهوال هڅه کوی چې دا لاره د سپکو او درنو وسلو تر تهدید لاندې وساتی.»
د میدان وردګو د ولایتی شورا استازی شریفالله هوتک په یاد ولایت کې د امنیتی ستونزو یو لامل د افغان ځواکونو خیالی تشکیلات بولی.
دی وایی د خیالی تشکیلاتو کره ارقام نهلری، خو د بررسۍ لپارهیې یو ګډ کمیسیون ګمارل شوی دی.
د میدان وردګو والی ځونډی ګل زمانی هم په یاد ولایت کې نا امنۍ منی خو وایی چې کومه ولسوالی یې د سقوط له ګواښ سره مخامخ نهده.
دی وایی وسلهوال ځانونو ته په غرنیو او ځنګلی سیمو کې پټن ځایونه جوړوی او بیا له هغو ځایونو خپل بریدونه تنظیموی.
ښاغلی زمانی زیاتوی: «د مختلفو سرچینو نه چې موږ مالومات ټول کړی په دې ولایت کې وسلوال مخالفینو شمېر خواوشا درې زرو کسانو ته رسېږی او هغه په تقریباً ۱۳۵ جنګی ګروپونو پورې اړه لری، دښمن یوازې په غرنی او ځنګلی نقاطو کې مېشت دی، دا وسلهوال په هغه ځایونو کې مېشت کېږی چې دوی لپاره د امن سیمې وی.»
د میدان وردګو د ولایتی شورا رییس اختر محمد طاهری امنیتی تهدیدونه د ټول افغانستان په کچه د اساسی ستونزو څخه بولی او زیاتوی چې یاد ولایت ته وسلهوال د لوګر د زنخان او خروار همدارنګه د غزنی ولایت له لارې تګ او راتګ کوی.
Comments are closed.