افغانستان ته د بې کیفیته قاچاقی تېلو واردولو په اړه اندېښنې

گزارشگر:چهار شنبه 13 اسد 1395 - ۱۲ اسد ۱۳۹۵

د افغانستان د نفتی موادو او اوبلن ګاز تصدۍ وایی، اوس هم هېواد ته د قاچاقی لارو څخه داسې تېل واردیږی چې چاپیریال ته زیان رسوی، د ناروغیو سبب کېږی او سوداګریز نظام زیانمنوی.
دوی وایی، په دې قاچاق کې په دولت کې دننه ځینې کړۍ او همدارنګه نورې مافیایی ډلې لاس لری.
mandegar-3د افغانستان د نفتی موادو او اوبلن ګاز د تصدۍ مسوولین وایی، حکومت ته اوس هم ګرانه ده چې هېواد ته د تېلواو ګازو د غیر قانونی واردېدو مخه ونیسی.
دوی وایی، هېواد ته د تېلو په غیر قانونی واردولو کې په حکومت دننه ځینې کړۍ هم شاملې دی.
د دې تصدۍ رئیس ولید تمیم دا خبره د سې شنبې په ورځ په کابل کې د واردیدونکو تېلو او ګازو د کیفیت د ارزونې په یوې ناسته کې وکړه.
ښاغلی تمیم وویل، غیر قانونی وارد شوی تېل او ګاز، پر چاپیریال، د خلکو په روغتیا او وسایلو ناوړه اغېز کوی او قانونی سوداګرۍ ته زیان رسوی.
هغه زیاته کړه:
«قاچاق، قاچاقبران کوی، هغوی مخفی خلک دی، په حکومت کې دننه له ځینو کړیو سره هم لاس لری او په ضمن کې د منطقې له مخالفینو او سیمه ییزو قوماندانانو سره هم اړیکی لری، دوی په زور کارنه کوی بلکې په غلا یې کوی، د هغوی نیول د حکومت لپاره هم سخت دی، بیاهم لارې چارې شته دی.»
د نفتو ګازو د تصدۍ رئیس داهم وویل، هېواد ته هرکال شاخوا درې تریلیونه لیټره تېل واردیږی چې یوه برخه یې د بهرنیو ځواکونو، بله یې د حکومت قانونی واردات او دریمه برخه یې قاچاق دی.
د کورنیو چارو وزارت وایی، هڅې تېزې شوی هغه سرحدی سیمې چې تېل او داسې نور مواد ځنې په قاچاقی توګه هېواد ته داخلیږی، نورې هم وڅاری او کنټرول یې کړی.
د دغه وزارت د ویاند مرستیال نجیب دانش په دې اړه ازادی راډیو ته وویل:
«هغه سیمې چې زموږ ترکنټرول لاندې دی هڅه کوو چې ویې څارو او د قاچاق مخه په کې ونیسو، خو ځینې سرحدی سیمې چې صعب العبوره او ستونزې په کې دی هلته کله کله دا سې پېښې کیږی خو په مجموع کې په سرحداتو کې دقاچاق د مخنیوی لپاره جدی اراده موجوده ده او سربیره پردې تراوسه څو ځلې په سرحدونو کې دداسې حرکتونو مخه نیول شوې ده.»
د چاپیریال ساتنې اداره وایی، د بې کیفیته تېلو او داسې نورو موادو د کارونې له امله چاپیریال ککړ او د ډول ډول ناروغیو سبب کېږی.
د چارو پوه سردار خان وایی حکومت ته په کار ده چې داسې طرحې تصویب کړې چې د بهرنیو ځواکونو د تېلو کیفیت هم ارزیابی کړای شی.
د نفتو او ګازو د تصدۍ مسوولین وایی په دې اړه یې د یوې پالیسۍ په جوړېدو لاس پورې کړی او په لږه موده کې به یې د وزیرانو شورا ته به وړاندې کړی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.