د پاکستانی هلیکوپټرې عمله لاهم نه ده خوشی شوې

گزارشگر:شنبه 23 اسد 1395 - ۲۲ اسد ۱۳۹۵

mandegar-3د لوګر د ولایتی شورا یو شمېر غړی د پاکستانۍ هلیکوپټرې د عملې د خوشی کېدو راپورونه ردوی.
په لوګر کې د پاکستانۍ هلیکوپټرې د عملې د خوشی کېدو د راپورونو په غبرګون کې، د دغه ولایت د ولایتی شورا غړی وایی چې لا هم یرغمل شوی کسان د طالبانو په اسارت کې دی.
د لوګر د ولایتی شورا یوه غړی عبدالولی وکیل د جعې په ورځ ازادی راډیو ته وویل چې طالبان د یرغمل شویو کسانو د برخلیک په اړه خپلو کې اختلافات لری.
هغه زیاته کړه:
«زه دا خبره کاملاً ردوم، تر اوسه دا کسان د طالبانو په اسارت کې دی او هیڅ نوع پرمختګ پکې نه دی راغلی د طالبانو شدید اختلافات پر دې موضوع روان دی.»
د انټرفاکس خبری آژانس او ځینو پاکستانی رسنیو راپور ورکړی چې طالبانو د پاکستانۍ هلیکوپټرې عمله چې پکې پاکستانی وګړی او یو روس شامل دی، را خوشی کړی دی.
خو د لوګر د ولایتی شورا غړی عبدالولی وکیل وایی، یو شمېر طالبان د خپل مشرتابه له خوا د دې موضوع څېړلو ته د کمېسیون د ګمارلو غوښتنه کوی خو ځینې نور یې بیا د پاکستان د حکومت د فشار په نتیجه کې د یرغمل شویو کسانو د را خوشی کېدو غوښتنه لری.
نوموړی وایی چې په یرغمل شویو کسانو کې یو هم د پاکستان د پوځ د مشر راحیل شریف زوم دی هغه څه چې د پاکستان د پوځ ویاند له دې مخکې رد کړی و.
دغې هلیکوپټرې د اسد په ۱۴ د لوګر په ازرې ولسوالۍ کې بېړنۍ ناسته وکړه او عمله یې چې شپږ پاکستانیان او یو روسی دی، د طالبانو له خوا یرغمل شول.
افغان حکومت هغه مهال ویلی و چې دغې هلیکوپټرې د افغانستان له لارې د تېرېدو اجازه تر لاسه کړې و او د ترمیم لپاره روسیې ته روانه وه.
حکومت اوس په دې اړه څېړنې کوی چې آیا دا هم هغه الوتکه وه چې د افغانستان له فضا څخه یې د تېرېدو اجازه تر لاسه کړې وه او که نه؟
د دفاع وزارت وایی لا هم دغه څېړنې نه دی بشپړی شوی.
د افغانستان د حکومت په دې نظر اخیستلو هم بریالی نه شولو چې آیا د دغې الوتکې عمله را خوشی شوی او که نه، خو تر دې مخکې دفاع وزارت ویلی وو چې د یادې هلیکوپټرې د عملې ژغورولو عملیات دوام لری.
خو د چارو کارپوه او د پوهنتون استاد قیس محمدی وایی، له کومه ځایه چې د افغانستان په جګړه کې د پاکستانی جنرالانو موجودیت په وار وار ثابته شوی نو حکومت ته لازمه ده چې د دې الوتکې د راتلو ټول اړخونه و څېړی او په اړه یې حقایق له خلکو سره شریک کړی:

«هغه څه چې پاکستان وایی چې دا الوتکه یې د تخنیکی ترمیم لپاره لېږلې وه، دا هیڅ امکان نه لری،له یوې خوا کله چې لنډه لاره موجوده وی څوک چورلکه د لیرې لارې نه نه لېږی او له بلې خوا د خپلو شپږو جنرالانو ژوند خطر کې نه اچوی چې هغوی و لېږل شی په کې.»
ښاغلی محمدی وایی، که حکومت د کمېسیونونو او څېړنو نتیجه له خلکو سره شریکه نه کړی نو په حکومت کې به د خلکو د سیاسی مشارکت خبره تر پوښتنې لاندی راشی او خلک به پرې بې باوره شی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.