پر افغانستان امریکایی پوهنتون حمله کې د وژل شوی محصل کورنۍ عدالت غواړی

گزارشگر:شنبه 6 سنبله 1395 - ۰۵ سنبله ۱۳۹۵

په کابل کې پر افغان ــ امریکایی پوهنتون باندې د حملې پرمهال د وژل شوی محصل زبیر کورنۍ د عدالت غوښتنه کوی.
د زبیر خپلوان وایی چې افغان امنیتی سرتېرو پر پوهنتون باندې د حملې پرمهال د ژغورنې په عملیاتو کې ناغېړی کړې ده.
په کابل کې پرامریکایی پوهنتون باندې د انتحاری او بیا وروسته ډلیزې حملې یو شمېر کورنۍ د ویر او غم پر ټغر کېنولې.
د پنجشنبې د شپې د پېښې د قربانیانو پلارونه، میندې او خپل خپلوان وژل شویو عزیزانو په بېلتون کې اوښکې تویه وی.
زبیر مجرد و او هیله یې دا و چې له فراغت وروسته به واده کوی، خو خپلو ارزوګانو ته ونه رسېد او بې وخته مرګ یې هر څه په اوبو لاهو کړل.
د زبیر خپل خپلوان او دوستان د هغه د خصوصیاتو او کړو وړو کیسې کوی.
علی یما چې د زبیر له نېږدې دوستانو څخه دی د زبیر د اخلاقو په اړه داسې وویل:
“داسې څوک به نه وی چې له زبیر جانه خپه شوی وی، زبیر یو با اخلاقه هلک و، له خپلو خپلوانو دوستانو سره یې نرم او ښه چلند کاوه، زبیر یو پاک اوسپیځلی مسلمان و.”
د زبیر د ترور مېړه ضیاالدین شمس وایی چې د افغانستان د خلکو دښمنان غواړی چې د افغانستان زېربنا چې ځوانان دی له منځه یوسی:
“د افغانستان د ښمنان غواړی چې افغان بچیان له تعلیم او درس څخه لیرې وساتی.”
د زبیر پلار د زوی له مرګ وروسته سخت غمجن شوی او په اسانۍ سره خبرې نه شی کولای.
سلیمان چې د زبیر ورور دی، په داسې حال کې چې له سترګو یې اوښکې بهېدې، د زبیر په ژغورنه کې امنیتی ځواکونه په غفلت تورن کړل:
“یو ملګری چې ټپی شوی و، هغه کسه کوله کله چې زبیر په سینه باندې مرمۍ وخوړله، وینې یې ما ته را وپاشل شوې، خو څوک نه و وراغلی، څنګه کېدای شی، چې یو څوک په چمن کې پروت وی او تاسې یې نه وینئ، دا خپله د بې غوری په معنا ده.”
خو په دې اړه د افغانستان امنیتی مسؤلینو ځوابونه څه دی؟
د افغانستان د کورنیو چار وزارت ویاند صدیق صدیقی وایی، افغان امنیتی ځواکونو سینې سپر کړې او محصلین یې وژغورل.
هغه زیاته کړه:
“پولیس په خپل وخت د پېښې ځای ته رسېدلی، د قربانۍ په ورکولو سره په ډېر احتیاط او هڅو سره، سلګونه محصلین چې د پېښې په ځای کې و، هغوی یې ژغورلی دی.”
د کورنیو چارو وزارت د یوه بیان له مخې، په دغه پېښه کې ۱۲ تنه چې اووه یې محصلین، دوه ساتونکی او درې پولیس دی، وژل شوی او ۴۴ تنه چې ۹ یې پولیس او نور د پوهنتون محصلین او کارکونکی دی، ټپیان دی.
د افغانستان جمهوری ریاست وایی چې دا حمله د ډیورنډ کرښې په هغه غاړه کې طرح شوې و او افغان ولسمشر محمد اشرف غنی په دې اړه د پاکستان د پوځ له مشر راحیل شریف سره ټلیفونی خبرې کړې دی.
دا په داسې حال کې ده چې تراوسه کومې ډلې د دغې حملې مسوؤلیت نه دی منلی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.