یونسکو: افغانستان کې ۱۱میلیونه کسان له سواد نه محروم دی

گزارشگر:دوشنبه 15 سنبله 1395 - ۱۴ سنبله ۱۳۹۵

یونسکو یا د ملګرو ملتونو علمی، فرهنګی او روزنیز بنسټ په یوه تازه راپور کې دا موندلې چې په افغانستان کې یوولس میلیونه خلک سواد نه لری.
د سپټمبر میاشتې اتمه چې د سواد د نړیوالې ورځې سره برابره ده د پوهنې وزارت روانه اوونۍ د بې سوادۍ د لمنځه وړلو په نامه نومولې ده.
دغه اوونۍ په داسې حال کې په افغانستان کې لمانځل کېږی چې د یونسکو سازمان موندنې ښیی چې د افغانستان له دیرش میلیونه نفوس څخه mandegar-3یوولس میلیونه یې بې سواده دی.
د دغه ادارې د معلوماتو پر اساس جنګ، فقر او د سواد زده کړې مرکزونو ته د افغانانو نه لاس رسی د دې لامل شوی چې نوی سلنه مېرمنې په لرو پرتو سیمو کې له سواده بې برخې شی.
په افغانستان د یونسکو د روزنې د برخې مشر دنیلو فدیرا چې په یاده غونډه کې یې ګډون کړی و داسې وویل:
“لږ تر لږه یوولس میلیونه افغانان چې عمرونه یې له ۱۵ کالو لوړ دی د بیسوادۍ له کبله زورېږی،د سواد زده کړې د ملی پروګرام له مخې هغه کسان چې عمرونه یې له ۱۵ کلونو پورته دی څلور دیرش سلنه چې اتلس سلنه یې مېرمنې د سواد له زده کړې بې برخې دی.”
تېر کال په همدې مناسبت د پوهنې وزارت په جوړې شوې غونډه کې وویل شول چې لس میلیونه افغانان بې سواده دی، خو سږ کال د یو نسکو د موندونو له مخې د بې سوادو کسانو شمېر کې یو میلیون زیاتوالی راغلی دی.
د افغانستان د پوهنې وزارت په ټول هېواد کې د بې سوادۍ کچه ۶۳ سلنه یاده وی.
اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله وایی، د بیسوادۍ د له منځه وړلو لپاره په تېر کې شوی کارونه کافی نه دی او لازمه ده چې د دې پدیدې د ختمولو لپاره د شعار څخه د عمل په لور ګام پورته شی.
هغه زیاته کړه:
“ډېر ټکان ورکونکی ارقام دی او په دومره کچه بې سوادی دا زموږ د ټولنې هغه وضعیت ښی چې ما مخکې وویل، موږ باید واقعیتونو ته پام وکړو او د خپلې ټولنې وضعیت ته په کتو خپل کار سرته ورسوو، هیله من یم چې د پایداره پروګرامونو په پلی کېدو چې افغانستان ورته ژمن دی، خپلو موخو ته ورسېږو.”
یونسکو په داسې حال کې په افغانستان کې د بې سوادۍ له لوړې کچې یادونه کوی چې افغانستان هر کال په میلیونونو ډالره د روزنې او د سواد زده کړې په برخه کې له نړیوالې ټولنې څخه ترلاسه کوی.
له دې ټولو سره ـ سره د افغانستان د پوهنې وزیر اسدلله حنیف بلخی وایی چې افغانستان له نړیوالې ټولنې سره د پایداره پرورګرام په پام کې نیولو سره هڅه کوی چې تر ۲۰۱۷ میلادی کاله د بې سوادۍ د لمنځه وړلو په برخه کې اساسی ګامونه پورته کړی.
هغه زیاته کړه:
“موږ د سواد زده کړې د ورځې په مناسبت ځان ژمن بولو چې له نړیوالې ټولنې او یونسکو سره په ګډه له خپلو ټولو امکاناتو د بیسوادۍ، جهل او ناپوهۍ د لمنځه وړلو لپاره کار واخلو.”
په پام کې ده چې د پوهنې وزارت د بروکسل په ناسته کې د زیاتو مرستو د جلب په هدف یوه طرحه وړاندې کړی، خو دا چې مسؤلین به په دغه وزارت کې د فساد موضوع چې وړاندې رسنیو ورته اشاره کړې څومره رسیدنه وکړی تر اوسه معلومه نه ده.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.