جمهوری ریاست: داعش ډله کمزورې شوې

گزارشگر:دوشنبه 29 سنبله 1395 - ۲۸ سنبله ۱۳۹۵

mandegar-3د افغانستان جمهوری ریاست داعش ډله یو ګډ ګواښ ګڼی او وایی، د دغه ډلې پر وړاندې مبارزه د سیمې ګډې همکارۍ ته اړتیا لری.
جمهوری ریاست وایی، په دې وروستیو کې په دغه هېواد کې داعش ډله سخته ځپل شوې او فعالیتونه یې هم ډېر کمزوری شوی دی.
د جمهوری ریاست ویاند هارون چخانسوری د یکشنبې په ورځ ازادی راډیو ته وویل چې داعش یو ګډ ګواښ دی او د دغه ډلې د له منځه وړلو لپاره د سیمې ګډې همکارۍ ته اړتیا ده.
ښاغلی چخانسوری وایی، افغان امنیتی ځواکونه به هیڅ تروریستی ډلې ته اجازه ورنه کړی چې په افغانستان کې پټن ځایونه جوړ او خلک ورته جذب کړی.
هغه زیاته کړه: “د څو میاشتو وړاندې عملیاتو په ترڅ کې د داعش وسله والې ډلې ته درانه تلفات اوښتی و او داعش چې څرنګه یې مخکې فعالیت درلود، په هغه کچه فعالیت نه لری،خو یو سیمه ییز ګواښ دی، دسیمې او نړۍ همکاری لازمه ده چې ورسره مبارزه وکړو.”
دغه څرګندونې تر دې وروسته کېږی چې د افغانستان لپاره د روسیی ځانکړی استازی ضمېر کابلوف له روسی رسنیو سره په خبرو کې په افغانستان کې داعش د روسیې د امنیت لپاره ګواښ یاد کړی دی.
کابلوف ویلی چې په افغانستان کې د داعش ډلې لپاره د جذب پروسه روانه ده او که چېری یې مخه ونه نیول شی، نو د سیمې هېوادونه به له سختو امنیتی تهدیدونو سره مخامخ شی.
روسیې وړاندې هم په افغانستان کې د داعش د فعالیت او ددغه ډلې د خطرونو په اړه مرکزې اسیا ته خبرداری ورکړی و.
وړاندې داسې راپورونه خپاره شوی و چې روسیه په افغانستان کې د داعش ډلې د له منځه وړلو په هدف له طالبانو سره استخباراتی همکاریو کې زیات والی راوستی، خو روسیې او طالبانو دواړو دغه راپورنه رد کړل.
حکومت د امریکایی ځواکونو په همکاری د افغانستان په ختیځ کې د داعش ډلې د له منځه وړلو په هدف پراخ عملیات تر سره کړل چې د چارواکو په وینا داعش ډلې ته یې درنه مرګ ژوبله واړوله.
خو یو شمېر کارپوهان وایی چې اوس هم داعش د افغانستان په یو شمېر سیمو کې شته او ددوی په خبره که یې د فعالیتونو مخه ونه نیول شی، نو د وخت په تېرېدو سره به افغانستان او د سیمې هېوادونو لپاره په یو جدی ګواښ بدل شی.
سیاسی کارپوه اسحاق اتمر په دې اړه ازادی راډیو ته وویل:
“د وخت په تېرېدو سره داعش کولی شی چې د پښو ځای ځان ته پیدا کړی او له دغه لارې منځنۍ اسیا، ایران او د سیمې یو شمېر هېوادونو ته ګواښ پېښ کړی، که څه هم چې په تېرو څومیاشتو کې د افغانستان په ختیځ کې د داعش وسله والې ډلې پر وړاندې عملیات تر سره شول، خو لاهم د افغانستان ختیځ په بشپړ ډول د داعش ډلې له کسانو نه پاک نه دی.”
ښاغلی اتمر زیاته کړه، که حکومت او نړیواله ټولنه د یوې منظمې ستراتیژۍ او اوږد پلان په درلودلو سره د داعش ډلې په وړاندې اقدام ونه کړی، نو نشی کولی چې په راتلونکی کې په سیمه او نړۍ کې د دغه ډلې د ګواښ مخه ونیسی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.