ارګ: حکومت ژمن دی چې د نړیوالې ټولنې د هر سنټ حساب ورکړی

گزارشگر:شنبه 10 میزان 1395 - ۰۹ میزان ۱۳۹۵

حکومت د بروکسل کنفرانس د را رسېدو په درشل کې وایی چې د نړیوالې ټولنې د مرستو د هر سنټ او هر ډالر حساب ورکوی.
د ولسمشر اشرف غنی د ویاند مرستیال دواخان مینه‎پال په داسې حال کې دا خبره وکړه چې له افغانستان سره تمه کېدونکې مرستې په اصلاحاتو او د فساد په له‎منځه وړلو تړلی بلل شوی دی.
mandegar-3د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا خاص استازی ریچارډ اولسن تېره ورځ وویل، افغانستان ته به مرستې په سپین چک نه ورکول کېږی بلکې دا مرستې په اصلاحاتو او له فساد سره په مبارزې تړلې دی.
ښاغلی اولسن چې د جان هاپکنز پوهنتون له‎خوا یوې جوړې شوې غونډې ته وینا کوله؛ هیله وښوده چې د اکتوبر په څلورمه او پنځمه د بروکسل په کنفرانس کې له افغانستان سره تر ۲۰۲۰ میلادی کاله پورې هرکال د درې میلیارډ ډالرو مرسته اعلان شی.
د افغان ولسمشر مرستیال ویاند دوا خان مینه‎پال د جمعې په ورځ ازادی راډیو ته وویل، افغان حکومت لازم اصلاحات راوړی او په بروکسل کنفرانس کې به د مرستو حساب په پوره ژمنتیا ورکوی.
ښاغلی مینه‎پال زیاته کړه:
“د افغانستان حکومت د بروکسل کنفرانس ته له شمېرلو لاسته راوړنو، عملی پلان او معقولې طرحې سره ځی. د نړیوالې ټولنې ټولې هغه پیسې چې له افغانستان سره مرسته کېږی افغان حکومت ژمنه کړې چې د دوی د هر سنټ او هر ډالر حساب به ورکوی. په امنیتی ارګانونو او ملکی ادارو کې د افغان حکومت له‎خوا راوستل شوی اصلاحات د دې ښکارندویی کوی چې افغان حکومت شفافیت ته ژمن دی او ټولې پیسې به مسؤلانه مصرفېږی.”
افغان حکومت په‎داسې حال کې د اصلاحاتو د راوړلو او د فساد د له‎منځه وړلو ډاډ ورکوی چې همدا میاشت د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د مرستو پر سر د څار ادارې په دغه هېواد کې د امریکا د میلیونونو ډالرو د ضایع کېدو اندېښنه څرګنده کړه.
امریکا هرکال له افغان پوځیانو سره څلور میلیارډ ډالره او له نورو ملکی ادارو سره یو میلیارد ډالره مرسته کوی.
د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا خاص استازی ښاغلی اولسن وویل، دا مرستې له افغان پوځیانو سره د دې لپاره کېږی چې له طالبانو سره د مبارزې په لار کې لا غښتلی شی.
ښاغلی اولسن هیله وښوده چې له افغانستان سره د امریکا د مرستو په اړه دواړه ګوندونه د نوومبر په اتمې له انتخاباتو وروسته هم همداسې موافق پاتې شی.
د امریکا سنا جرګې بیا همدا میاشت خبرداری ورکړ چې که افغان حکومت له اداری فساد سره په مبارزه کې ناکامه شی دوی به اړ شی چې د امریکا د میلیاردونو ډالرو د مرستو په سر بیا کتنه وکړی.
افغان حکومت ویلی له اداری فساد سره د مبارزې او د لازمو اصلاحاتو د راوړلو لپاره یې اړین کارونه کړی او دا هڅې یې دوام لری څو وکولای شی په بروکسل کنفرانس کې د پام وړ مرستې تر لاسه کړی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.