درانــــی: د هېواد ۱۷ولایتونو کې ۸۸ پراختیایی پروژې عملی کېږی

گزارشگر:چهارشنبه 14 میزان 1395 - ۱۳ میزان ۱۳۹۵

mandegar-3د افغانستان د کلیو او پراختیا وزارت له یو شمېر خصوصی شرکتونو او پراختیایی شوراګانو له مسؤلینو سره د ۸۸ پروژو سندونو تړونونه لاسلیک کړل.
یاد وزارت وایی، د دغو پراختیایی پروژو په عملی کولو سره به د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې سلګونو کسانو ته د کار زمینه برابره شی.
د کلیو او پراختیا وزیر نصیر احمد درانی وایی، د یادو پروژو ارزښت ۲۶۳ میلیونه افغانۍ دی چې د اوبو رسولو او کرنې په برخه کې به عملې شې.
نوموړی وایی چې دا پروژې په ۱۷ ولایتونو کې عملی کېږی.
ښاغلی درانی زیاته کړه:
“نن ۸۸ تړونونه لاسلیک کوو چې ټول لګښت یې څه باندې ۲۶۳ میلیونه افغانۍ کېږی او په دوه برخو کې عملی کېږی د اوبو رسولو په پروژو کې به ۶۱۸۶۰ تنه د څښلو پاکو اوبو ته لاس رسی پیدا کړی او دویمه یې د کرنې د پیاوړتیا برخه ده.”
د استنادی دېوالونو، د اوبو کانالونو، سربندونو، د اوبو ذخیرې، د واړه پلونو او پلچکونو جوړولو کارونه په دې پروژو کې شامل دی.
ښاغلی درانی په وینا په کابل کې هم د دې پروژو ځینې برخې عملی کیږی.
د کلیو او پراختیا وزیر وایی، دا چې د هېواد ۴۲ فیصده اوسېدونکی د څښلو پاکو اوبو ته لاس رسی نه لری یوه جدی ستونزه ده، خو د دې پروژو له تطبیق سره به د هېواد په ۹ ولایتونو کې یاده ستونزه کمه شی.
هغه وایی، په هغه ازموینه کې به بریالی شی چې په مخ کې یې لری او هغه ژمنې یې چې له خلکو سره یې کړی تر سره به یې کړی.
له دې وړاندې دې وزارت ویلی چې د ولسی تړون د پروګرام له لارې به چې تېره اوونۍ پرانیستل شو د هېواد د ۳۴ ولایتونو اوسېدونکی ټولنیزو خدماتو ته اسانه لاس رسی پیدا کړی.
دا وزارت وایی چې په تېرو اتو میاشتو کې نږدې یوولس زره پراختیایی پروژې په هېواد کې عملی شوی چې زرګونو خلکو ته په کې د کار زمینې هم برابرې کړی دی.
د پنجشیر ولایت د پراختیایی شوراګانو یو استازی جمعه الدین وایی چې د دې پروژو په پلی کېدلو سره به د دوی په سیمو کې د پام وړ بدلون راشی.
نوموړی زیاته کړه:
“موږ ډېری ستونزې لرو، ولایت مو یو غرنیز ولایت دی، د دې تر څنګ چې د دې پروژو له عملی کېدو سره زموږ د پنجشیر خلک پاکې اوبه پیدا کوی، هلته به نور د واورو د راغورځېدو ګواښ هم ډېر نه محسوسېږی.”
د کلیو او پراختیا وزارت چارواکی وایی، هغه شرکتونه او پراختیایی شوراګانې جدی څارل کېږی چې ورسره قراردادونه کېږی تر څو د پروژو په پلی کېدو کې له معیاره کار واخلی او تر ټاکل شوی نیټې یې کارونه بشپړ کړی.
دا وزارت ټینګار کوی چې د روانې میاشتې تر پایه به له اویا فیصده ډېره پراختیایی بودجه مصرف کړی چې ډېره برخه به یې د افغانستان په لرې پرتو ولایتونو کې وی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.