احمد مسعود: طالبان به هیچ تعهد خود به غیرقرارداد خود با آمریکا عمل نکرده‌اند.





د اجنډا نشتوالی له امله د ولسی جرګې عمومی غونډه تر سره نشوه

گزارشگر:یک شنبه 18 میزان 1395 - ۱۷ میزان ۱۳۹۵

mandegar-3ځینې کارپوهان د اجنداء نه لرلو له امله د ولسی جرګې د عمومی غونډې نه دایرېدل، خواشینوونکې ګڼی او د ځینو کارپوهانو او وکیلانو له غبرګون سره مخ شوه.
کارپوهان وایی، د ولسی جرګې د عمومی غونډو دایرېدل او په کې د هېواد په مهمو موضوعګانو بحث کول، مهم او اړین دی او دا جرګه باید خپلې غونډې ونه ځنډوی.
د دې کارپوهانو له ډلې کبیر رنجبر، له ازادی راډیو سره په خبرو کې د ولسی جرګې د غونډې پر ځنډ ېدو انتقاد وکړ او ویې ویل چې د ولسی جرګې غړی باید د خلکو او هېواد پر وړاندې خپل مسؤلیتونه درک او عملی کړی.
هغه زیاته کړه:
“دغه لوی مسؤلیت هم په قانون ګذاری کې اوهم د اجرائیه قوې د نظارت په برخه کې، دوی نه دی درک کړی،دوی باید منظم پلانونه ولری او د خلکو، هېواد او دولت د ستونزو د حل لپاره ابتکار وکړی، زه ډېر خواشینی یم چې دوی اجنداء نه لری.”
ولسی جرګه د شنبې، دوشنبې او چهارشنبې په ورځو عمومې غونډې لری او پکې د هېواد، خلکو او دولت پر مختلفو موضوعګانو بحثونه کوی او قوانین تصویبوی خو د شنبې په ورځ یادې جرګې داچې اجنداء نه لرله عمومی غوڼده دایره نه کړه.
دې کار د جرګې د ځینو غړیو غوسې هم راوپارولې.
د ولسی جرګې غړې فاطمې عزیز سربېره پردې چې د کندز ولایت پر وضعیت یې اندېښنه وښوده ویې ویل، کېدای شی د اسې لاسونه هم وی چې د ولسې جرګې د غونډې د جوړېدو مخه یې ونیوله.
نوموړې زیاته کړه:
“له دې څخه کومه موضوع مهمه کېدای شی چې په اجنداء کې یې نه ده نیولې، موږ پیشنهاد کاوه چې د کندز موضوع باید یو طرفه شی، ښایی دلته هم لاسونه وی چې نه یی غو ښتل عمومی غونډه جوړه شی،موږ غوښتل چې نن د کورنیو چارو او دفاع وزیران په اضطراری توګه راغوښتل شوی وای.”
پخوا تردې هم څو څو ځلې د ولسی جرګې عمومی غونډې د نامعلومو دلایلو له امله ځڼدېدلې چې د ولسی جرګې د غړو د اندېښنو سبب شوی دی.
که څه هم مخکې له دې د ولسی جرګې غړیو د عمومی غونډو د ځنډېدو پړه، پر اداری پلاوی اچوله، خو داځل دا پړه د جرګې د ځینو غړیو په شخصی بوختیا و او د کمېسیونونو لخوا د اجنداء په نه چمتو کولو اچول کېږی.
په عین حال کې د ولسی جرګې لومړی منشی عبدالرووف انعامی وایی، په ځینو مواردوکې د ولسی جرګې د عمومی غونډو د نه دایرېدو علت، د کمېسیونونو لخوا د یوې واحدې اجنداء نه چمتو کول دی.
د ولسی جرګې غړی عبدالرحیم ایوبی وایی، ځینې لاسونه شته چې د ولسی جرګې په چارو کې مداخله کوی:
“حکومت په پارلمان کې مداخله کوی، دوی ولسی جرګه کمزورې کړې ده، دننه په پارلمان کې ډلې لری او تمویلوی یې.”
ښاغلی ایوبی په دې برخه کې د حکومت مشرانو ته ګوته ونیوله.
په ورته وخت کې د جمهور رئیس د ویاند مرستیال شاه حسین مرتضوی له ازادی راډیو سره په خبرو کې دا ادعاګانې رد کړې او ویی ویل چې ولسی جرګه د قانون له مخې په خپلو تصامیمو کې خپلواکه ده او حکومت په کې هیڅ ډول مداخله نه کوی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.