په افغانستان کې ۵۷۰ میلیارده ډالره څه شول؟

- ۲۷ عقرب ۱۳۹۱

اېټالیاورځپاڼې ( پول اېټالیا ) په خپله وروستۍ ګڼه کې لیکلی، چې افغانستان ته تر اوسه څه د پاسه ۶۵۰ میلیارډه ډالره راغلی دی، چې۶۰ میلیارده ډالره د افغان امنیتی ځواکونو پر روزنې او ۲۰ میلیارده ډالره په بیارغنیزو چارو لګېدلی دی.
دغه رپوټ چې پښتو بڼه یې ټول افغانستان وېبپاڼې خپور کړی، پوښتی، چې نورې پیسې چېرې لګېدلی دی؟ د رپوټ لیکونکی په باور پوهېږی، چې له دغو پیسو بهرنیو څواکونو هم په افغانستان کې لګښتونه کړی خو زیاتوی، چې ۵۷۰ میلیارده ډالره هم ډېرې پیسې دی، چې یوه عمده برخه یې د کرزی او د هغه د مرستیالانو  ورونو جېبونو ته اچولې ده.
پول  اېټالیا د کرزی پر کورنۍ نیوکه کړې او لیکلی یې دی، کومې پیسې چې افغانستان ته د بیارغونې او انکشاف لپاره ورځی، فقط د کرزی د ورونو جېبونو ته ځی.
د ورځپاڼې په باور، دا کورنۍ په افغانستان کې داسی کړنې ترسره کوی چې له یوې خوا امریکا او اروپا ته امکانات برابروی، د افغانستان ځمکنۍ ذخیری لوټ کړی او له بله پلوه په غیر مستقیم ډول له لندن سره د افغانستان په ټوټه کېدو کې مرسته کوی.
له دې وړاندې نیویارک ټایمز هم د ولسمشر کرزی د ورونو د فساد په اړه یو بشپړ رپوټ خپور کړی و.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.