افغانستان کې څه تېرېږی؟

گزارشگر:یک شنبه 25 میزان 1395 - ۲۴ میزان ۱۳۹۵

ډیپلوماټ مجله/
mandegar-3د ډیپلوماټ انلاین مجله، په افغانستان کې څه تېرېږی، د پوښتنې تر مطرح کولو وروسته لیکی چې په دغه جګړه ځپلی هېواد کې د امریکا د مداخلې نه پنځلس کاله کېږی او د دغه هېواد څو ښارونه د طالب وسله والو د کلابندۍ په حالت کې دی.
ډیپلوماټ لیکی؛ د ناټو د غوڅ ملاتړ په ماموریت کې زده کړې، سلامشورې او مرستې پکې شاملې دی.
افغان ځواکونه د سترو او مهمو ښارونو او د خلکو د ټولیدو د مرکزونو څخه د دفاع توان لری.
مجله لیکی چې د غوڅ ملاتړ د ماموریت قوماندان جنرال نیکولسن د لښکرګاه نه چې د جګړې په حالت کې ده، د لیدنې په وخت ژمنه وکړه چې دا ښار به هیڅکله د طالبانو په واسطه سقوط ونه کړی.
ډیپلوماټ مجله د نیکولسن له قوله لیکی چې د افغانستان حکومت او د دغه هېواد امنیتی ځواکونه ورځ تر بلې پیاوړی کېږی او په پای کې به وکړای شی ټول ولایت خوندی او سمبال کړی.
مجله وړاندې لیکی؛ د افغانستان د اردو څلورسوه تنه سرتېری د سې شنبې په ورځ هغه وخت د لښکرګاه د پرزېدو د مخنیوی لپاره واستول شول چې طالب وسله والو مخالفینو په یوه ځان وژونکی برید کې د پولیسو یو مرکز له منځه یووړ او د لنډ وخت لپاره د ښار یوې ناحیې ته ننوتل.
ډیپلوماټ زیاتوی چې افغان ځواکونه د فراه ولایت په مرکز کې هم له طالب وسله والو سره چې د ښار دروازو ته نږدې شوی، په نښته کې دی.
د سې شنبې په رپوټونو کې ویل شوی وو چې د فاریاب ولایت د غورماچ ولسوالۍ هم دولتی ځواکونو د په شا تګ له امله پرزېدلې وه.
مجله لیکی؛ د غوڅ ملاتړ ماموریت له نظر سره سره چې د افغان ځواکونو په توان ټینګار کوی، د دغو ځواکونو ضعیت عمل، د ائیتلاف د قوتونو د رپوټ ورکولو بڼه او هغه معیارونه چې دوی یې د افغان ځواکونو د پیاوړتوب او سلامتۍ د برسیره کولو لپاره کاروی تر پوښتنې لاندې راولی.
لانګ وار ژورنال:
د لانګ وار ژورنال ورځپاڼه په خپل یوه مطلب کې لیکی چې د رپوټونو له مخې طالب وسله والو د افغان سرتېرو سل تنه سرتېری په هلمند کې وژلی دی.
خپرونه په خپله دغه مقاله کې چې د پنجشنبې په ورځ یې خپره کړې لیکی چې د هلمند ولایت په مرکز لښکرګاه کې وضعیت خراب شوی دی.
خپرونه لیکی؛ له افغانستان څخه رپوټونه رسوی چې په سلګونو افغان پولیس او سرتېری، وژل شوی، ټپی او یا یرغمل نیول شوی او یا هم له طالبانو سره یوځای شوی دی.
لانګ وار ژورنال لیکی چې د افغانستان په اوږده او له یاده وتلې جګړه کې د افغان ځواکونو یوه د مرګ ژوبلو ناوړو پېښو څخه چې د چهارشنبې په چارواکو یاده کړې، د څه ناڅه سلو تنو سرتېرو وژل کېدل دی.
دوی له هغې لارې چې مخکې له وسله والو مخالفینو سره ورباندې موافقه شوې وه په شا تګ وکړ او طالبانو د ژمنې په ماتولو له هرې خوا په دوی ډزې وکړې.
د لانګ وارژورنال خپرونه په خپله یوه بله مقاله کې لیکی چې طالب وسله وال د پنځو ولایتونو مرکزونه ګواښوی.
خپرونې د یوې نقشې په چاپولو د کندز، ترینکوټ، لښکرګاه او فراه ښارونه په نښه کړی دی.
لانګ وار ژورنال لیکی چې طالبان د دغو ښارونو تر ګواښ لاندې راوستلو په خاطر خپل عملیات د افغانستان په لیرې پرتو ولسوالیو کې متمرکز کړی دی.
خپرونه لیکی چې دا لیرې پرتې ولسوالۍطالب وسله والو ته حیاتی رول لری.
طالبان په دغو ولسوالیو کې خلک جلب او جذبوی او روزی یې او په مرکزی ښارونو د برید په خاطر هلته پیسې ټولوی او ځانونه اکمالوی.
خپرونه لیکی چې د ارزګان لپاره د طالبانو تش په نامه والی ملا امین الله یوسف دا ستراتیژی شپږ میاشتې مخکې تشریح کړې وه.
لانګ وار ژورنال لیکی؛ په دغه ستراتیژی کې د طالبانو د بریالتیتوب سره سره، د غوڅ ملاتړ د ماموریت قوماندان جنرال نیکولسن په کلیوالی سیمو کې د طالبانو کنترول د لږ اهمیت وړ بولی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.