گزارشگر:سه شنبه 27 میزان 1395 - ۲۶ میزان ۱۳۹۵
د افغان حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله وایی، د نورو ستونزو تر څنګ قومی تبعیض او تفرقه اچونه هم پر امنیتی ځواکونو او په ټوله کې د هېواد پر امنیتې وضعیت ناوړه اغېز لرلای شی.
عبدالله عبدالله چې د دوشنبې په ورځیې د وزیرانو شورا په غونډه کې خبرې کولې ټینګار وکړ چې هېڅڅوک دولتی پوسټونو کې د داسې خبرو او کړنو حق نهلری چې خلک له یو بله جلا کړی.
ښاغلی عبدالله عبدالله زیاته کړه:
“په دې کې شک نهشته چې یو شمېر کړۍ قومی مسائلو ته لمن وهی چې په حقیقت کې دا کار د دښمن دی، د افغانستان خلک دې په دې اړه بېداره واوسی او چاته دې اجازه نهورکوی چې برخلیک سرهیې لوبې وشی.”
اجرائیه رئیس په داسې حال کې د قومی تبعیض په اړه خبرې کوی چې په ټولنیزو رسنیو په ځانګړی ډول فېسبوک کې ځینۍ کړۍ دې مسائلو ته لمن وهی او د ډېریو په باور چې دا کار د پردیو په لمسونې تر سره کېږی.
Comments are closed.