اجرائیه رئیس د سعودی له پاچا سره پر افغان سوله او دوه اړخیزو سوداګریزو اړیکو باندی وږغېدی

گزارشگر:چهارشنبه 28 میزان 1395 - ۲۷ میزان ۱۳۹۵

mandegar-3د افغانستان د اسلامی جمهوریت اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله پرون په ریاض کی د سعودی عربستان له پاچا، خادم الحرمین شریفین اعلی حضرت سلمان بن عبدالعزیز السعود سره ولیدل.
په دغه لیدنه کی د افغانستان د سولی او امنیت په ګډون، د افغانستان او پاکستان پر اړیکو، د تروریزم پر محوه کېدو، د پانګه اچونی پر تشویق، د افغان کارګرو لپاره د کاری جوازونو پر ورکړی او په تعلیمی، کلتوری، روغتیایی او فرهنګی برخو کی د دوه اړخیزو همکاریو پر زیاتوالی خبری وسوې.
د هیواد اجرائیه رئیس د سعودی پاچا ته وویل، چی افغانستان کلونه کیږی، چی د تروریزم پر ضد مبارزه کوی او همدا لامل دی، چی هیواد یې د تروریزم پر ضد د سعودی عربستان په مشرۍ د اسلامی ایتلاف غړی سوی دی.
هغه زیاته کړه، چی هیواد یې د یمن په مسئله کی هم د پاچا عبدالله او په هغه اړه د سعودی عربستان د دریځ ملاتړ کوی.
هغه زیاته کړه، سره له دې، چی افغانستان سره د تروریزم پر ضد جګړه کی رښتینی او قربانی دی، ولی له بده مرغه، چی پاکستان لا هم د ترورستانو ملاتړ کوی او په دې برخه کی یې لازمه همکاری نه ده کړې.
نوموړی یادونه وکړه، چی تروریزم د ټولو په زیان دی او سعودی عربستان دی همکاری وکړی، څو په سیمه کی د تروریزم حامی هیوادونه د تروریزم حمایت بس کړی.
اجرائیه رئیس په دې لیدنه کی وویل، چی په افغانستان کی د امنیت له راتګ سره اقتصادی فرصتونه هم ایجادیږی او دا فرصتونه عربو پانګوالو ته چانس ورکوی، چی په افغانستان کی پانګونه وکړی.
ډاکټر عبدالله عبدالله زیاته کړه، چی په افغانی باندی د افغان کارګرو د پاکستانیو پاسپورټونو تغیر او افغان کارګرو ته د کار جوازونو د ورکړی په برخه کی باید موافقه وسی او هوکړه لیکونه لاسلیک سی.
هغه د خبرو په وروستیو کی وړاندیز وکړی، چی سعودی عربستان دی د په زړه سوریو ماشومانو په تداوۍ کی مرسته وکړی.
د سعودی عربستان پاچا، خادم الحرمین شریفین اعلی حضرت سلمان بن عبدالعزیز السعود د هیواد له اجرائیه رئیس سره په لیدنه کی وویل، چی سعودی عربستان د مسلمانانو د قبلې په توګه د افغانستان د اسلامی جمهوریت د ستونزو په حل کی دینی او اسلامی مسؤلیت لری.
هغه زیاته کړه، چی افغانستان او افغانان یې په زړه کی خاص ځای لری او په همدې روحیه سره په افغانستان کی د دایمی سولی، امن او پرمختګ غوښتونکی دی.
نوموړی وویل، چی سعودی عربستان د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ښو اړیکو غوښتونکی دی او د سولی په هڅو او له تروریزم سره په مبارزه کی د افغانستان له داعیې ملاتړ کوی.
د سعودی عربستان پاچا زیاته کړه، چی هیواد به یې افغانستان د سولی د راتګ لپاه خپل ټول امکانات د افغان حکومت په واک کی ورکړی او له ټولو اړخونو به د سولی پروسه قوی کړی.
د هغه په خبره، چی د سولی لپاره ضروری ده، څو طالبان له جنګ جګړو لاس واخلی او پدې توګه سره د سولی لپاره خپله امادګی اعلان کړی.
سعودی پاچا یادونه وکړه، چی د وزیرانو شورا ته یې هدایت کړی، څو د افغان کارګرانو پاکستانی پاسپورټونه په افغانی پاسپورټونو تبدیل او افغان کارګرانو ته د کار د جواز په ورکړه کی اقدامات وکړی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.