ولسی جرګه: داعش افغانستان کې د قوی مرکزنو جوړولو په حال کې دی

گزارشگر:یک‌شنبه 9 عقرب 1395 - ۰۸ عقرب ۱۳۹۵

ولسی جرګې په افغانستان کې د داعش د فعالیتونو د پراخېدو په اړه جدی اندېښنه څرګنده کړه او ویې ویل چې د دې ډلې د فعالیتونو مخه باید له هرې ممکنې لارې ونیول شی.
د دې جرګې د شنبې ورځې په عمومی غونډه کې د نورو مسایلو ترڅنګ په افغانستان کې د داعش ډلې د حضور د زیاتوالی په اړه بحثونه وشول او د mandegar-3دې جرګې غړیو داعش د افغانستان لپاره ستر ګواښ وباله.
د ولسی جرګې لومړی مرستیال ظاهر قدیر چې د دې جرګې د عمومی غونډې مشری یې هم کوله وویل چې داعش په سوریه او عراق کې له سخت فشار سره مخامخ دی او اوس یې افغانستان ته مخه کړې او غواړی دلته مرکزونه جوړ کړی.
نوموړی زیاته کړ ه:
“اوس داعش هڅه کوی او هڅه یې کړې چې خپل پیاوړی مرکزونه په افغانستان کې په ځانګړی توګه په ختیځو او شمال لوېدیځو ولایتونو کې جوړ کړی چې تاسو یې بېلګې په پچیراګام ولسوالۍ او غور ولایت کې ولیدې،نو زما جدی غوښتنه له حکومت نه په تېره له رهبرانو نه دا ده چې ټکی ته په جدی ډول پام وکړی.”
ښاغلی قدیر یوځل بیا وویل، داسې شواهد شته چې اوس هم په ننګرهار کې د شپې لخوا هلیکوپټرې داعش ته مواد لېږدوی او دې وسله والو ته د هغه په خبره داسې خواړه ور رسول کېږی چې په افغانستان کې نور څوک په اسانه ورته لاس رسی نه لری.
د ولسی جرګې لومړی مرستیال وایی چې داعش پورې اړوندو وسله والو دا مهال د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې فعالیتونه پیل کړی او د ده په خبره ښایی چې د ننګرهار توره بوره سیمه هم ونیسی.
نوموړی زیاته کړه:
“ما تاسو ته ویلی وو چې داعش یو کال وروسته په افغانستان کې څرګندېږی اوس دوی په غور،مزار،کندز او لوګر کې پیدا شوی، کونړ، نورستان او خیتځ خو څه کوی، که دوی تورې بورې ته ننوتل بیا زه حاجی ظاهر اعتراف کوم چې خراسان به دلته جوړ شی.”
دا اندېښنې په داسې حال کې مطرح کېږی چې همدا اوس داعش ډله د ننګرهار په یو شمېر سیمو په تېره په پچیراګام، کوټ او خوګیاڼیو ولسوالیو کې فعالیت لری.
په تېره اوونې کې د دې ډلې او سیمه ییزو پاڅون کوونکو ترمنځ په پچیراګام کې سخته نښته هم وشوه چې تلفات یې هم رامنځ ته کړل.
دغه راز په غور ولایت کې هم تېره سې شنبې وسله والو چې ځانونه یې داعش پورې اړوند بللی وو څه باندې دېرش تنه ملکی وګړی ووژل او یو شمېر نور یې ټپیان کړل.
په ورته وخت کې په کندز، جوزجان، فاریاب، بدخشان، زابل او یو شمېر نورو ولایتونو کې هم د دې ډلې د حضور خبره شوې او له دې امله اندېښنې هره ورځ مخ پر زیاتېدو دی.
خو د دفاع وزارت مرستیال ویاند محمد رادمنش وایی چې داعش ډله په افغانستان کې سخته ځپل شوې او د دې او نورو وسله والو مخالفانو پر وړاندې د افغان امنیتی ځواکونو عملیات په جدی توګه روان دی.
نوموړی زیاته کړه:
“اوس هم په ټولو ولایتونو کې د تروریستانو په وړاندې که داعش دی او که طالب زموږ پوځی عملیات یې پرضد ترسره شوی او اوس هم روان دی، اوس هم د پچیراګام ولسوالې په ګډون د ننګرهار ولایت په بېلا بېلو سیمو کې زموږ عملیات روان دی.”
تردې وړاندې د جمهوری ریاست لومړی مرستیال عبدالرشید دوستم هم ویلی وو ځینې کورنۍ او بهرنۍ کړۍ هڅه کوی چې د راتلونکی کال تر پسرلی پورې اووه نیم زره داعش وسله وال شمالی ولایتونو ته ولېږدول شی.
خو هم جنرال دوستم او هم د افغانستان امنیتی ارګانونو ټینګار کړی چې د داعش د ځپلو لپاره به هیڅ ډول اقدام ونه سپمول شی او حتی ولسمشر غنی هم تردې وړاندې ویلی چې افغانستان به د داعش په هدیره بدل شی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.