۸ افغان وګړی د ناسمو اطلاعاتو پر بنسټ په ګوانتانامو کې بندیان دی

گزارشگر:سه شنبه 18 عقرب 1395 - ۱۷ عقرب ۱۳۹۵

mandegar-3د افغانستان د تحلیلګرانو شبکې په تازه خپور شوی راپور کې د ګوانتانامو په زندان کې د ۸ افغان بندیانو په اړه ویلی، چې پر دوی لګول شوی تورونه د شک په بڼه دی او له قضایی اړخه هېڅ ډول اعتبار نه لری.
په دې راپور کې د دغو ۸ تنو بندیانو دوسیې څېړل شوی او په اړه یې لیکلی دی، هغه تورونه چې په دغو بندیانو لګېدلی زیات هغه یې د ناسمو اطلاعاتو پر بنسټ راټول شوی دی.
د تحلیلګرانو شبکه وایی، دغه ۸ تنه بندیان هېڅ یو هم د جګړې په ډګر کې نه دی نیول شوی، بلکې د شخصی ستونزو له امله نیول شوی او ګوانتانامو ته وړل شوی دی.
دې شبکې همدا ډول د امریکې د پخوانی ولسمشر جورج بوش په سیاست نیوکې کړې او لیکلی دی، چې بوش د وسله والو او غیر وسله والو جنګیالیو د تشخیص په اړه هېڅ کره میکانیزم نه و جوړ کړی.
د افغانستان د تحلیلګرانو شبکې د موندنو له مخې د دغو نیول شویو افغانانو له ډلې ۶ هغه یې په ۲۰۰۲ او ۲۰۰۳ کالونو کې د امریکایانو له خوا نیول شوی دی او دوی ته د مدافع وکیلانو د نیولو حق هم نه دی ورکړل شوی.
دغه شبکه وایی، نیول شوی کسان په دې نه پوهېږی، چې د کوم جرم په اساس نیول شوی او بندیان دی.
دغه راپور ښیی، چې یو پر درېیمه برخه د ګوانتانامو بندیان افغانان دی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.