ننګرهار کې د داعش فعالیت پراخېدو د یاد ولایت خلک اندېښمن کړی

گزارشگر:سه شنبه 18 عقرب 1395 - ۱۷ عقرب ۱۳۹۵

mandegar-3په ولسی جرګه کې د ننګرهار د خلکو یو شمېر استازی او د دغه ولایت د ولایتی شورا غړی وایی، د یاد ولایت په ځینو ولسوالیو کې د داعش حضور د دغه ولایت اوسېدونکی اندېښمن کړی دی.
دوی وایی، داعش ډلې د ننګرهار په ځینو ولسوالیو کې پراخ تبلیغات پیل کړی چې باید مخه یې ونیول شی.
د ننګرهار د ولایتی شورا غړی وایی، افغان امنیتی ځواکونه باید له هرې ممکنې لارې څخه په استفادې د داعش ډلې د فعالیتونو مخه ونیسی.
ذبیح الله زمری د دوشنبې په ورځ ازادی راډیو ته وویل:
“اوس مهال داعش په هسکه مېنه، اچین او کوټ ولسوالیو کې حضور لری، په هغو سیمو کې چې داعش شته خلک پکې د غلامانو په څېر دی او د داعش پر وړاندې هیڅ هم نشی کولای، داعش حتا د خلکو په شخصی ژوند کې هم مداخله کوی چې موږ ته د منلو وړ نه دی او له امله یې ډېر اندېښمن یو.”
په ورته وخت کې، په ولسی جرګه کې د ننګرهار یو شمېر استازی هم په دغه ولایت کې د داعش فعالیتونه د اندېښنې وړ بولی او وایی چې عامو خلکو د داعش له ویرې خپل کورنه پریښې او ښار ته بېځایه شوی دی.
په ولسی جرګه کې د ننګرهار د خلکو استازې لیلما حکیمی ازادی راډیو ته وویل، که چېرې حکومت د داعش د فعالیتونو مخه ونه نیسی دغه ډله به ختیځ کې په یو ستر ګواښ بدله شی.
حکیمی: که دداعش د فعالیت مخه ونه نیول شی په یو لوی ګواښ به بدل شی.
حکیمی: که دداعش د فعالیت مخه ونه نیول شی په یو لوی ګواښ به بدل شی.
نوموړې زیاته کړه:
“د پچیراګام په ولسوالۍ کې جګړه روانه ده، تقریباً د ننګرهار شپږ ولسوالۍ د داعش په کنټرول کې دی، عامو خلکو حتی د دغې ډلې له ویرې خپل کورونه پریښی او ښار ته بېځایه شوی، د داعش راډیو هلته فعاله ده او تبلیغات کوی چې حکومت یې باید مخه ونیسی.”
دا اندېښنې داسې مهال مطرح کېږی چې له دې وړاندې د ولسی جرګې لومړی مرستیال ویلی وو چې داعش ډلې پورې اړوند کسان د افغانستان په مختلفو برخو کې فعالیت کوی او د هغه په خبره کېدای شی د ننګرهار د توره بورې سیمه هم ونیسی.
مشرانو جرګې هم د افغانستان په ځینو سیمو کې د داعش د فعالیتونو په اړه اندېښنه ښودلې او ویلی دی چې که د داعش د فعالیتونو مخه ونه نیول شی افغانستان به په دویمه سوریه او عراق بدل شی.
دا په داسې حال کې ده چې په کندز، جوزجان، فاریاب، بدخشان، زابل او یو شمېر نورو ولایتونو کې هم د داعش د فعالیتونو په اړه راپورنه خپاره شوی دی.
هاخوا بیا د ملی دفاع وزارت ویاند دولت وزیری که څه هم د ننګرهار په ځینو ولسوالیو کې د داعش فعالیتونه منی، خو وایی چې د دغې ډلې پر وړاندې د افغان ځواکونو عملیات روان دی.
وزیری: زموږ ځواکونه د ننګرهار په ولسوالیو کې حضور لری.
وزیری: زموږ ځواکونه د ننګرهار په ولسوالیو کې حضور لری.
نوموړی زیاته کړه:
“موږ دا منو چې په ننګرهار ولایت کې د داعش ډلې خوځښتونه اوس هم محسوس کېږی، خو دا نه تاییدوو چې دغه ډله دې د ننګرهار لپاره ستر خطر اوسی، زموږ ځواکونه د ننګرهار په ولسوالیو کې حضور لری او د داعش پر وړاندې عملیات کوی، زموږ هوایی ځواکونه هم د دغه ډلې پر وړاندې عملیات کوی.”
د دفاع وزارت ویاند وایی چې داعش په افغانستان کې ځپل شوی او درانه تلفات ور اوښتی دی او اوس مهال هم د دغې ډلې او نورو وسله والو مخالفانو پر وړاندې د افغان امنیتی ځواکونو عملیات روان دی.
راپور: عبادالله حنانزی

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.