گزارشگر:شنبه 22 عقرب 1395 - ۲۱ عقرب ۱۳۹۵
په هلمند ولایت کې خیالی سرتیری د جګړې د دوام عمده علت بلل کېږی. د هلمند سیمه ییز چارواکی وایی، که دغه ولایت ته د منظور شویو سرتېرو له ډلې نیمه برخه هم عملاً موجوده وای جګړه به دومره ستړې کوونکې او نه اوږده کېده.
د هلمند د ولایتی شورا رئیس کریم اتل پرون شپه ازادی راډیو ته وویل، ډېرکم پوځیان جګړه مخته وړی او د هغو ټولو خیالی سرتېرو په استازیتوب مبارزه کوی چې له کلونو راهیسې د هلمند د سرتېرو په لېسټ کې شامل دی.
ښاغلی اتل وایی:
“د پوځیانو کوم تشکیل چې هلمند ته منظور شوی ۶۰ سلنه خیالی دی او یوازې د کاغذ په مخ دی. دلته تقریباً ۳۱ زره تشکیل منظور دی. که له دې ډلې نیمایی هم له موږ سره وای هېڅ امکان د دې نه و چې مخالفین دومره مخته راشی. علت یې هم دا دی چې جګړه ورځ تر بلې ډېریږی. اوس دا دی لښکرګاه په دویمه او دریمه حوزه کې میاشت پوره کېږی چې جګړه روانه ده.”
ښاغلی اتل مرکزی حکومت تورنوی چې په هلمند کې د امنیتی وضعیت د ښهوالی لپاره سمه پاملرنه نه کوی او د سرتېرو د زیاتوالی په اړه یې جدی اقدامات نهدی کړی.
هلمند کې د ۲۱۵ میوند قول اردو قومندان جنرال محمد ولی احمدزی هم تائید کړې چې د پوځیانو تشکیل کم دی او نهشی کولای چې په کمو پوځیانو د هلمند جګړه مخته یوسی او یا لښکرګاه له ګواښه وژغوری.
له ګاونډی هېواد پاکستان سره د هلمند پراخ سرحد او د مخالفینو اسانه تګ راتګ، د نړۍ د تر ټولو زیاتو اپیمو د تولید او په سر یې د مافیایی ډلو سیالی د هلمند د نا امنیو له عمده عواملو بلل شوی دی.
شاوخوا یوه میاشت مخکې د افغانستان دفاع وزیر، د ناټو عمومی قومندان او د کورنیو چارو وزارت ارشد معین هلمند ته تللی وو څو جګړه و ارزوی او هر یوه په خپل وار د مخالفینو پر ضد په جګړه کې افغان ځواکونه برلاسی وبلل.
د دفاع وزارت ویاند جنرال دولت وزیری پرون شپه ازادی راډیو ته وویل، په هلمند کې سخته جګړه وشوه خو تر ډېره وسلهوال مخالفین مات شول او پلان دی چې ډېر ژر د افغان پوځیانو شمېر پور او امکانات ورته زیات شی.
ښاغلی وزیری زیاته کړه:
“د هلمند د قول اردو لپاره نوی قومندانان ورغلل، نوی کسان ورغلل. نوی اکمالات ورته کېږی. په همدې اوونۍ کې موږ نوی هاموې او زره پوشونه هلمند ته ولېږل چې یا رسېدلی یا ور رسېږی. د پرسونل په هکله هم موږ پلان لرو دا اوس په دغه پلان پیل شوی دی. دوامداره توګه باندې هلته د قول اردو اکمالات کوو څو په راتلونکی ژمنی کې په دښمن باندې ډېرې قوی ضربې واردې کړو.”
د هلمند یو شمېر عام خلک بیا له سخت امنیتی وضعیت شکایت کوی او وایی چې له درېیو اونیو راهیسې پیل شوی “قهرمیوند” په نوم عملیات او ځینی نور پوځی تحرکات د پام وړ لاسته راوړنې نهلری.
هلمند کې روان کال وسلهوالو مخالفینو ته زیاته مرګژوبله اوښتې خو افغان پوځیانو ته هم تر ټولو سخته کال بلل شوی او په څو لویو پېښو کې لسګونه افغان سرتیری د وسلهوالو مخالفینو لهخوا وژل شوی دی.
که څه هم له څو کلونو راهیسې په هلمند کې جګړه روانه ده خو سږ کال جګړه د دې لپاره سخته شوه چې د دغه ولایت څو ولسوالۍ طالبانو ونیولې او د لښکرګاه د نیولو لپاره یې هم هڅې وکړې.
Comments are closed.