کارپوهان: ولسی جرګه نظارت کې پاتې او د وزیرانو استېضاح کې ګټې پالی

گزارشگر:سه شنبه 25 عقرب 1395 - ۲۴ عقرب ۱۳۹۵

یو شمېر کارپوهان او د افغانستان د روڼتیا د څار سازمان وایی، په داسې حال کې چې ولسی جرګه په خپله نه‎ده توانېدلې چې د حکومت له کارونو څخه په دوامداره او سمه توګه څارنه وکړی، اوس یې د خپلو شخصی او نورو اهدافو لپاره یو دمی د وزیرانو استیضاح پېل کړې ده.
mandegar-3دوی وایی، د حکومت له کارونو څارنه باید یوه دایمی پروسه وی او په ناڅاپی ډول مطرح نه‎شی.
د ولسی جرګې پخوانی غړی او د سیاسی او حقوقی چارو کارپوه کبیر رنجبر ازادی راډیو ته وویل چې ولسی جرګه په څارنه کې پاتې راغلې او پرته له دلایلو یې د وزیرانو د استېضاح لړۍ یې پېل کړې.
دی وایی:
“دوی نظارت کې پاتې راغلی او په دې کې هېڅ شک نشته، پرته له دې چې دوی داسې دلایل وړاندې کړی چې هم وزیران پرې قانع کړی او هم خلک پرې پوه شی چې دا سیاسی او تعصبی اړخ نه‎لری او فساد په کې نشته خو داسې اوازې دی چې دوی دغه کار د دې لپاره کوی چې دوی له وزیرانو بیا شکونه وکړی.”
ښاغلی رنجر وایی، ولسی جرګه د حکومت پر چارو د څار قانونی صلاحیت لری، خو تر اوسه جرګې له دغه صلاحیته کارنه دی اخېستی.
خو د افغانستان ولسی جرګه وایی، د هغو ۱۷ وزیرانو استیضاح ته به دوام ورکړی چې د خپلو وزارتونو انکشافی بودجه‌ یې له ټاکلی اندازې کمه مصرف کړې ده.
ولسی جرګې د پراختیایی بودجې د نه مصرف له کبله تر اوسه ۹ وزیران استیضاح کړی چې له ډلې یې شپږ سلب صلاحیت شوی او درې وزیران د جرګې د تائید وړ ګرځیدلې دی.
په ورته وخت کې د روڼتیا د څار سازمان اجرائیوی رئیس سید اکرام افضلی وایی چې ولسی جرګه په خپل کار کې پاتې راغلی او د وزیرانو استیضاح برخه کې هم داسې شکونه موجود دی چې فساد ته زمینه سازی وشی.
ښاغلی افضلی وایی:
“پارلمان خپل کار په سم ډول پرمخ نه‎دی وړی، بلکه فساد ته یې زمینه برابره کړې، دوی په یو ډول له وزیرانو څخه باج اخلی، اوس چې د وزیرانو د استیضاح مسئله مطرح ده دوی د ولس په منځ کې اعتماد څخه برخمن نه‎دی، سره له دې کوم کار چې دوی کوی سم په نظر راځی ځکه زیاتره وزیران نه‎دی توانېدلی چې خپله انکشافی بودجه مصرف کړی، خو جدی شکونه موجود دی چې دا پروسه هم داسې زمینه سازی وی چې ناوړه ګټه ترې واخېستل شی.”
خو د ولسی جرګې دویم منشی عرفان الله عرفان وایی چې دوی د قانون سره سم له خپلو صلاحیتونو ګټه اخېستې او د وزیرانو د استیضاح لړۍ یې خلکو ته د خېر ښېګنې لپاره پېل کړی نه د خپلو شخصی ګټو لپاره.
ښاغلی عرفان وایی:
“موږ ته چې اساسی قانون کوم صلاحیتونه راکړی موږ ورڅخه په سمه توګه ګټه اخېستې، موږ په تېره کې د استیضاح غونډې درلودې د استجواب لسګونه غوندې مو کړی، د وزیرانو د استیضاح پرېکړه د خلکو د ګټې لپاره اخېستل شوې نه د چا د شخصی ګټو لپاره.”
دا په داسې حال کې ده چې ارګ وایی، د ولسی جرګې له لوری د وزیرانو د استیضاح موضوع یې د تفسیر لپاره سترې محکې ته استولې او په دې برخه کې به د سترې محکمې هر ډول پرېکړې ته درناوی وکړی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.