گزارشگر:سه شنبه 2 قوس 1395 - ۰۱ قوس ۱۳۹۵
د ولسی جرګې یو شمېر غړی او پوځی کارپوهان وایی، له پوځی الوتکو شخصی استفاده ملی خیانت دی او هر څوک چې دا کار کوی باید نومونهیې افشا شی.
که څه هم له دولتی امکاناتو شخصی استفاده کومه نوې خبره نهده، خو د هوایی ځواکونو عمومی قوماندان دې ادعا چې ګواکې ځینی دولتی مسؤلین او سوداګر له پوځی الوتکو شخصی استفاده کوی تازه اندېښنې پیدا کړی دی.
د ولسی جرګې یو شمېر غړی او پوځی کارپوهان وایی، پوځی الوتکې په خپله د هوایی ځواک اړتیا نهشی پوره کولای نو شخصی استفاده ترې ملی خیانت دی او که مخهیې ونهنیول شی خورا بدې پایلې به له ځان سره ولری.
د ولسی جرګې د دفاعی کمېسیون غړی فتحالله قیصاری تر یوه بریده د ملامتۍ ګوته په خپله د هوایی ځواکونو عمومی قوماندان ته هم نیسی چې په خبرهیې د شکایت پر ځای باید له نظامی الوتکو د استفاده کوونکو کسانو مخنیوی او نومونهیې افشا کړی.
نوموړی زیاته کړه:
“موږ یې خبره تائیدوو، خو یوه هیله ترې کوو هغه دا ده چې د هغو کسانو چې ناوړه استفاده کوی نومونه دې واخلی که د شکایت پر ځای یې په مېړانې نومونه اخیستې وای دا به بهتره وه.”
تازه د هوایی ځواکونو عمومی قوماندان عبدالوهاب وردګ له یوې خصوصی راډیو سره په مرکه کې ادعا کړې چې یو شمېر دولتی مسؤلین او ځینی سوداګر له پوځی الوتکو شخصی استفاده کوی.
ښاغلی وردګ که څه هم د دغو کسانو نومونه نهدی افشا کړی، خو دا یې ویلی چې دغه کسان له هوایی ځواکونو سره د مرستې پر ځای ډېری سفرونه د پوځی الوتکو په وسیله کوی.
د هوایی ځواکونو د برخې کارپوه یوسف امین ځاځی بیا وایی چې له نظامی الوتکو شخصی استفاده نېغ په نېغه په جګړې منفی اغېز کوی.
د ښاغلی ځاځی په خبره په اوسنیو حساسو جنګی شرایطو کې له ټولو او په خاصه توګه له پوځی الوتکو شخصی استفاده ملی خیانت دی.
نوموړی زیاته کړه:
“د افغانستان شرایط جنګی دی چې هره شېبه او لحظه دغو ځواکونو ته اړتیا لیدل کېږی، خو له دوی څخه شخصی استفاده خورا خرابې پایلې لری او دا خیانت او واقعاً یو ملی خیانت دی.”
د ولسی جرګې یوه بله غړې حبیبه دانش وایی، افغانستان غرنی هېواد دی او افغان ځواکونه د ځمکنۍ بشپړتیا لپاره تر هر څه زیاد هوایی ځواک او په خاصه توګه پوځی الوتکو ته ډېره اړتیا لری نو د دې مسئلې اهمیت ته په کتو باید د دفاع وزارت له پوځی الوتکو د زورواکو او نورو د استفادې لاسونه لنډ کړی.
Comments are closed.