نړیوال سازمانونه: حکومت دې د مذهبی مراسمو امنیت ته پلان ولری

گزارشگر:چهار شنبه 3 قوس 1395 - ۰۲ قوس ۱۳۹۵

د بشری حقونو د څار ډلې او د بخښنې نړیوال سازمان په کابل کې د شیعه‎ګانو پر جومات پرونی برید وغانده او ټینګار یې وکړ چې د مذهبی مراسمو د امنیت لپاره باید هلې ځلې زیاتې شی.
په تېرو پنځو میاشتو کې په افغانستان کې شیعه‎ګان ډېر په نښه کېږی، پخوا پر دوی دومره حملې نه‌کېدې.
mandegar-3په دې پنځه میاشتو کې په افغانستان کې د ترورېستی بریدونو پر مهال تر ۵۰۰ ډېر شیعه‎ګان وژل شوی یا ټپیان شوی دی.
د بشری حقونو د څار نړیوالې ادارې یا هیومن رایټس واچ وایی، د افغانستان حکومت باید د اقلیت شیعه‎و د سترو مذهبی مراسمو د امنیت لپاره غوره پلان ولری.
بل لورته د بخښنې نړیوال سازمان ویلی دی چې د کابل د پرونۍ پېښې جدی تحقیقات په‎کار دی.
د دوشنبې په ورځ د کابل په لوېدیځ کې په شپږمې امنیتی حوزه کې د باقر‎العلوم د جومات دننه ځان وژونکی برید د ماشومانو په ګډون لږ تر لږه ۳۲ تنه ووژل او ۵۰ نور یې ټپیان کړل.
داعش د کابل د پرونی برید مسؤلیت منلی دی.
په تېرو پنځو میاشتو کې دا څوم ځل دی چې افغانستان کې پر ملکی شیعه‎و حملې کېږی او داعش اعلان کوی چې دا د دوی کار دی.
د اجرائیه ریاست دوهم مرستیال حاجی محمد محقق ازادی راډیو ته وویل چې دا برید د وحشی ترهګرو کار دی چې د افغانستان په ګوټ ګوټ کې حملې کوی.
ښاغلی محقق زیاته کړه:
“خاص هدف شیعه نه‎دی، د سُنیانو په جومات کې هم دوی دا ډول حملې کړی، مثلاً څو وخته دمخه تاسو په هرات کې ولیدل چې د هرات په جامع جومات کې تر هغه ممبر لاندې چې مولوی صاحب خداداد چې د افغانستان مشهور عالم دی، د هغه د ممبر لاندې هم دوی ماین کېښود.”
د بشری حقونو د څار په نړیوالې اداره کې د افغانستان برخې لوړپورې څېړونکې پاتریشا ګاسمن وایی، داعش خپل وحشی بریدونه د شیعه‎و پر غونډو زیات کړی او هېڅ ځای خوندی نه‎دی.
مېرمن ګاسمن زیاته کړه چې حکومت، شیعه مشران او د مدنی ټولنې ډلې باید یو ځای کار وکړی څو شیعه‌ګان خپلې عمومی غونډې او مذهبی مراسم چې د ترسره کولو حق لری، په ارامه ترسره کړی.
د بخښنی نړیوال سازمان د اسیا برخې ویاند عمر وړایچ ازادی راډیو ته وویل:
“دا په کابل کې د شیعه‎و پر جومات برید دی، دا پر ملکیانو قصدی حمله ده. افغان چارواکی باید سمدستی د دې تحقیقات وکړی او هغه کسان چې لاس په‎کې لری هغوی د عدالت مېز ته راوکاږی. دوی د چارواکو په توګه دا وظیفه لری چې اغېزمن اقدامات وکړی څو شیعه مسلمانان له بریدونو وژغوری او د شیعه اقلیت پر ضد تېریو کې چې په تېرو څو کلونو کې کوم معافیت رامنځته شوی، هغه پای ته ورسېږی.”
د دوشنبې ورځې حمله د جولای له میاشتې راهیسې څلورمه حمله ده چې په افغانستان کې پر شیعه‎و کېږی.
په تېرو کلونو کې ډېر لږ دوی په نښه کېدل.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.