” ملګری ملتونه : ۲۰۱۶ کال کې لږ تر لږه ۵ لکه افغانان جګړې تېښتې ته اړ کړی

گزارشگر:چهار شنبه 10 قوس 1395 - ۰۹ قوس ۱۳۹۵

mandegar-3ملګری ملتونه وایی، په ۲۰۱۶ میلادی کال کې لږ تر لږه پنځه لکه افغانان د جګړې له امله له خپلو کورونو تېښتې ته اړ شوی دی.
د ملګرو ملتونو دا رپوټ چې پرون دوشنبه خپور شو په افغانستان کې د جګړې له امله د بې‌کوره شویو خلکو تر ټولو لوړه شمېره څرګندوی.
رپوټ وایی، جګړه او ټولنیز بحران افغانان د خپلو کورونو پرېښودلو ته اړ کوی او پر ډېرو خلکو یې فشار راوستی چې نورو سیمو ته وتښتی.
خو د افغانستان د کډوالو او بېرته ستنېدونکو چارو وزارت دا رقم نه‌تائیدوی او څرګندوی چې د بې‌کوره شویو افغانانو شمېر تر دې کم دی.
د دې وزارت مطبوعاتی سلاکار حفیظ احمد میاخیل پرون ازادی راډیو ته وویل چې د جګړې له امله ۴۵۰ زره افغانان بې‎ځایه شوی او نورو سیموته تښتېدلی دی.
آقای میاخېل زیاته کړه:
“زما په فکر، ستونزه دا ده چې هغه کسان چې بېرته خپلو سیمو ته ستنېږی په هغو ارقامو کې نه‎دی شامل چې نړیوال سازمانونه‌یې خپروی. په هغو ۱۲ ولایتونو کې چې زموږ هېوادوال د جګړې له امله بې‌کوره او نورو سیمو ته کډه شوی وو، د وضعیت له کرارۍ سره ۳۰ فیصده کسان بېرته ستانه شول. نو زموږ د شمېرو پر اساس، ۴۵۰ زره کسان د جګړې له امله بې‎ځایه شوی دی.”
هلمند، کندز، ارزګان او ننګرهار هغه ولایتونه دی چې ډېر خلک په‎کې د جګړې له امله بې‎ځایه شوی دی.
ملګری ملتونه وایی، هغه کسان چې د جګړې له امله بې‎ځایه شوی په سړه هوا کې له خیمو او کمپلو پرته له ستونزو سره مخامخ دی، هغوی ته کافی خوراکی مواد او د څښاک پاکې اوبه هم نه‌رسېږی.
د افغانستان د کډوالو او بېرته ستنېدونکو چارو وزارت وایی چې دوی یوازې پالېسی جوړوی او د مرستو په برخه کې له نړیوالو ادارو سره ګډ کار کوی.
ښاغلی میاخېل څرګنده کړه چې له بې‎ځایه شویو کورنیو سره د مرستې منظم پروګرامونه‌یې هم جوړ کړی دی.
تر دې وړاندې، د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالی کمېشنرۍ له نړیوالې ټولنې غوښتنه کړې وه چې د ژمی په میاشتو کې له افغانستان سره د خپلو مرستو پر زیاتولو غور وکړی.
د ملګرو ملتونو تازه رپوټ وایی، د روان میلادی کال په ۱۱ میاشتو کې لږ تر لږه ۶۰۶ زره افغانان له پاکستانه خپل هېواد ته ستانه شوی دی.
د امریکا متحده ایالاتو تېره اوونۍ اعلان وکړ چې له افغانستان سره به ۴۰ میلیونه ډالر مرسته وکړی.
امریکا وویل چې دا مرستې د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د نړیوالې ادارې او د خوراکی موادو د نړیوالې ادارې له لارې په افغانستان کې بې‎ځایه شویو خلکو ته ورووېشل شی.
داسې ګڼل کېږی چې د امریکا د دې مرستو یوه برخه به هغو خلکو ته ځانګړې شی چې په افغانستان کې د جګړې له امله له خپلو کورونو وتلی او نورو سیمو ته کډه شوی دی.
د افغانستان د کډوالو او بېرته ستنېدونکو چارو وزارت وایی چې دوی د نړیوالو مرستندویه ادارو د مرستو په تمه دی څو اړو خلکو ته تودې جامې، کمپلې، خیمې، دوا او خوراکی مواد ورووېشی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.