بشری حقونه: میدان وردګو کې د یوه محصل اعدام عمدی قتل دی

گزارشگر:یک شنبه 14 قوس 1395 - ۱۳ قوس ۱۳۹۵

د افغانستان د بشری حقونو خپلواک کمېسیون په میدان ورګ ولایت کې د وسله‌والو طالبانو له لوری په عام محضر کې د یو محصل اعدام کول وغندل او هغه یې عمدی قتل وباله.
د دغه کمېسیون غړی احمد ضیا لنګری د شنبې په ورځ ازادی راډیو ته وویل هیڅ څوک حق نه لری چې له قانونی موجب پرته څوک مجازات او یا هم mandegar-3ووژنی.
نوموړی زیاته کړه:
“هر قتل چې له هرې منبع څخه وی د قوانینو له رعایتولو پرته ترسره شی هغه په عمدی قتلونو کې راځی دا غیر قانونی قتل دی هیڅ څوک هم حق نه لری د قانون له موجب پرته د چا ژوند واخلی.”
د میدان وردګو سیمه ییز چارواکی وایی، وسله‌والو طالبانو د جمعې په ورځ د فیض الرحمان په نوم یو ځوان چې د کابل د پولیتخنیک پوهنتون د څلورم کال محصل وو په چک ولسوالۍ کې په دار وزړاوه.
په ټولنیزو رسنیو کې د پوهنتون د دی محصل د اعدام په اړه خپاره شوی عکسونه ښیی چې مخ پټی وسله‌وال په دار د خېژول شوی فیض الرحمان له جسده عکسونه اخلی او خلک یې ننداره کوی.
وسله‌والو طالبانو د روان کال د سرطان په میاشت کې په فراه ولایت کې هم د استیناف محکمې یو قاضی له تښتونې وروسته په خاک سفید ولسوالۍ کې اعدام کړی و او هم یې د اسد په میاشت کې په همدې ولایت کې د ملی اردو پنځه سرتېری اعدام کړل.
په عین حال کې د میدان وردګو د والی ویاند عبدالرحمان منګل ازادی راډیو ته وویل، د دوی معلومات ښیی چې دا ځوان د دغه ولایت لپاره د وسله‌والو طالبانو د استخباراتی مسؤل ډاکټر میروس او د هغه د ملګری مصباح د وژنې په جرم د طالبانو لخوا اعدام شوی دی.
نوموړی زیاته کړه:
“فیض الرحمان په بشپړه توګه یو بې ګناه کس و، دولت سره یې هیڅ اړیکه نه درلوده یو محصل و او زده کړې یې کولې، خو کله چې مخالفینو هغه ونیو د اعدام حکم یې ورباندې صادر کړ او د جمعې په ورځ یې د چک ولسوالۍ په سیواکه سیمه کې په عام محضر کې اعدام کړی.”
که څه هم وسله‌والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دی ویلی، خو د دغې ډلې ویاند ذبیح الله مجاهد ازادی راډیو ته وویل چې د پوهنتون د دې محصل د اعدام د انګېزې په اړه د دوی لخوا څېړنې پیل شوی.
د میدان وردګو ولایتی شورا له حکومته غواړی چې د عامو خلکو په تېره د زده کوونکو او محصلینو امنیت ته ځانګړی پام وکړی.
د میدان وردګو چارواکی وایی، حکومت ژمن دی چې د عامو خلکو امنیت خوندی کړی، خو د دوی په خبره ځینې وخت صحرایی محکمې په هغو ځایونو کې کېږی چې دولتی حاکمیت پکې کمزوری او د وسله‌والو مخالفیونو فعالیتونه پکې زیات وی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.