گزارشگر:دو شنبه 22 قوس 1395 - ۲۱ قوس ۱۳۹۵
افغانستان ولسمشر محمد اشرف غنی یو ځل بیا د افغان حکومت پر وسلهوالو مخالفینو غږ وکړ چې د سولې بین الفغانی خبروته په غاړې اېښودو سره د اسلام د ستر پیغمبر حضرت محمد مصطفی «ص» لاره تعقیب کړی.
ولسمشر غنی دغه څرګندونې د یکشنبې په ورځ په ارګ کې د میلاد نبی یا د اسلام د ستر پیغمبر حضرت محمد مطفی «ص» د زېږون د ورځې په مناسبت په جوړې شوې غونډه کې وکړې.
ښاغلی غنی دغه شان له دینی عالمانو وغوښتل چې سولې ته د هغه کسانو د رابللو په برخه کې همکاری وکړی کوم چې د افغانستان د دښمنانو له خوا غولول شوی دی.
نوموړی زیاته کړه:
“زه په دې مبارکه ورځ یو ځل بیا ټول مخالفین بین الفغانی مذاکراتو ته رابولم او دا ورته وایم چې خپل خیر یې، د ملت خیر او د مسلمانانو خیر په دې کې نه دی چې وطنونه مو کنډواله شی او خلک مو در په دره او نوروته محتاج شی، بلکې زموږ ټولو خیر د رسوالله مبارک د لارې یعنې د سولې د رحم او اخوت د لارې په پیروۍ کې دی.”
دا لومړی ځل نه دی چې ارګ پر وسلهوالو مخالفینو د سولې د خبرو غږ کوی بلکې تر دې پخوا هم په اخترونو او یو شمېر نورو مناسبتی غونډو کې ولسمشر د افغان حکومت له وسلهوالو مخالفینو غوښتی چې د جګړې د دوام پر ځای د سولې خبرو ته غاړه کېږدی.
ولسمشر غنی په داسې حال کې پر وسلهوالو مخالفینو د سولې د بین الفغانی خبرو غږ کوی چې د راپورونو له مخې وسلهوالو طالبانو په دې وروستیو کې له امریکې غوښتی چې له دوی سره د سولې مشروطو خبرو ته کېنی.
په ورته وخت کې د افغانستان د حج او اوقافو وزارت مسلکی مرستیال مولوی عبدالحکیم منیب له ولسمشر غنی نه د سولې په برخه کې د ده له هڅو مننه وکړه او له هغه یې وغوښتل چې په دې برخه کې نوره قربانی هم ورکړی.
نوموړی زیاته کړه:
“ښاغلی جمهور رئیس تاسې زموږ مشر یاستئ! د سولې لپاره مو چې کومه لړۍ پیل کړې موږ یې ملاتړ کوو او موږ له تاسې هیله کوو چې په دې لاره کې نور جرأت هم وکوئ، قربانی هم ورکړئ، موږ درسره یو چې خدای مو یوې دایمی سولې ته ورسوی.”
افغان حکومت په داسې حال کې پر وسلهوال مخالفینو د سولې غږ کوی چې شااو خوا درې میاشتې مخکې د افغان حکومت او د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامی ډلې تر منځ د سولې تفاهم لیک لاسلیک شو.
Comments are closed.