بهرنیو چارو وزارت : پاکستان په افغانستان کې سولې ته ژمن نه دی

گزارشگر:چهار شنبه 24 قوس 1395 - ۲۳ قوس ۱۳۹۵

mandegar-3د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایی، پاکستان سولې ته ژمن نه دی او که په دې برخه کې یې ریښتینې هڅه کولای، نو تر دې دمه به یې یوه مثبته پایله لرلې وه.
د بهرنیو چارو وزارت ویاند شکیب مستغنی وایی، چې افغان حکومت هڅه وکړه څو له پاکستان سره ښې اړیکې جوړې کړی خو دوی په دې برخه کې رښتینی نه دی.
نوموړی ویلی، چې افغانستان له پاکستان د سولې په پروسه کې د مرستې تمه نه لری، خو له دوی غواړی چې د افغانستان
په کورنیو چارو کې دې لاسوهنه، نه کوی.
د بهرنیو چارو وزارت ویاند پر پاکستان غږ کړی، چې د هغو ترهګرو مخنیوی دې وکړی، چې افغانستان ته را اوړی، او دلته ترهګریز فعالیتونه کوی.
پاکستانی چارواکو په دې وروستیو کې د افغانستان او هندوستان تر منځ د دوستانه اړیکو په نېږدې کېدو انېښنه ښودلې ده.
پاکستان ویلی و چې هند او افغانستان هڅه کوی له پاکستان سره د دښمنۍ لپاره سره یو ځای شی، خو افغان چارواکو د پاکستان دا اندېښنه بې ځایه بللې او ویلی یې دی، چې افغان حکومت هېچا ته اجازه نه ورکوی چې خاوره یې د ګاونډیو هېوادونو پر وړاندې وکارول شی.
د بهرنیو چار وزارت ویاند شکیب مستغنی ویلی له ګاونډیو سره د افغانستان ښې اړیکې د بل هېڅ هېواد په زیان نه دی او پاکستان ته په کار ده چې په دې اړه اندېښنه و نه لری.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.