لوګر کې ۲ زره کډوالو ته د کورونو لپاره د ځمکو وېش پیل شو

گزارشگر:شنبه 27 قوس 1395 - ۲۶ قوس ۱۳۹۵

د لوګر ولایت په مرکز پل علم کې دوه زره کسانو ته د کډوالو په ښارګوټی کې د کورونو د ابادولو لپاره د ځمکو وېش پیل شو.
تېره ورځ د لوګر والی محمد حلیم فدایی د کډوالو د یاد ښارګوټی په پرانیست غونډه کې ازادی راډیو ته وویل چې په دې ښارګوټی کې دوه زره نورو کسانو ته هم د کورونو د ابادولو لپاره ځمکه وویشل شوه.
mandegar-3حلیم فدایی زیاته کړه، که څه هم تر اوسه په دې ښارګوټی کې کډوالو ته له ځمکو پرته نورې لازمې اسانتیاوې نه دی برابرې شوی، خو دوی هڅه کوی چې کرار، کرار د کډوالو مشکلاتو ته رسیده ګی وکړی.
حلیم فدایی زیاتوی:
“پس له درېیو کلونو هغو راستانه شویو مهاجرینو ته چې لوګر ته راغلی وو، دوه زره نمرې توزیع پیل شوه، په لوګر کې د لومړنیو احصایو مطابق په بهرنیو هېوادونو کې د لوګر تر ۲۱ زره ډېره کورنۍ دی، نورې ستونزې شته چې وخت پر وخت به هغې ته ځان رسوو.”
د لوګر والی وویل، هغو کډوالو ته لومړیتوب ورکوی چې په دې وروستیو کې لوګر ته ورستنې شوی، خو ټولو بې کوره کډوالو ته یې په ترتیب سره د نمرو وېش په پام کې دی.
د افغانستان د کډوالو چارو وزیر سید حسین عالمی بلخی چې د کډوالو د یاد ښارګوټی پرانیست غونډه کې یې برخه لرله وویل، دوی به په دې ښارګوټی کې د شلو زرو کورنیو لپاره چې د اوسېدونکو شمېر به یې دوه لکه کسانو ته ورسېږی، د استوګنې زمینه برابره کړی.
سیدحسین عالمی بلخی زیاتوی:
“دا ښارګوټی اته زره جریبه ځمکه لری چې درې زره جریبه یې د هغې نقشې پر اساس شته ویشل شوې ده، په وېشل شوې ځمکه کې اته زره کورنیو ته ځای ورکړل شوی دی او د کډوالو د چارو وزارت د بهترینو ښارګوټو څخه دی چې په نورو ولایتونو کې موجود دی، پنتځه زره جریبه نوره ځمکه د ښارجوړونې د وزارت د سروې لاندې ده چې هغو یې نقشه کوی، زما هیله داده چې تر پنځلسو زرو پورې نورو کورنیو ته به هم د دې پروژې په دویمه برخه کې نمرې ورکړل شی، دا ښارګوټی شل زره بېرته راستنېدونکو کورنیو ته ځای ورکولای شی چې د وګړو شمېر به یې دوه لکو ته ورسېږی.”
بلخوا کډوال وایی چې یوازې د کورونو لپاره د ځمکو په وېش د دوی ستونزې نه هوارېږی، ځکه د کور تر څنګ مارکېټ، سړکونه، ښوونځی، روغتونونه او نور د ژوندانه له مهمو ضرورتونو څخه دی.
د کډوالو یو تن مشر ډاکټر صالح وایی:
“ګورئ که تاسو دا ساحه وګورئ وچه دښته ده، دې کې اوبه نشته، کلینیک نشته، مکتب نشته، حتا سړک نشته، موږ لاره نه لرو چې ابادۍ ته پرې ووځو، دا ټول د انسانانو د لومړینو اړتیاوو دی، خو دلته هېڅ هم نشته، نو دې شیانو ټولو ته مهاجرین ضرورت لری.”
لمبات ګل چې د کډوالو یو بل تن مشر دی وویل، که څه هم ولایتی ادارې دوی لپاره د ښارګوټی پرانیسته وکړه، خو لا هم د ښارګوټی یوه برخه ځمکه غصب ده او دوی ته داسې ساحې وېشل شوې چې هغه د سیلابونو تر ګواښ لاندې دی او دا مهال د اوسېدو لپاره مناسبې نه دی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.