کونړ امنیه قوماندان: غرنیو سیمو کې داعش ځالې جوړې کړی

گزارشگر:چهار شنبه 1 جدی 1395 - ۳۰ قوس ۱۳۹۵

mandegar-3د کونړ امنیې قوماندان جنرال جمعه ګل همت وایی، د ولایت په یو شمېر لېرې پرتو او غرنیو سیمو کې داعش لنډ مهالی ځالی جوړې کړی دی.
ښاغلی همت په یوه ځانګړی مرکه کې ازادی راډیو ته وویل چې کونړ کې پرتو افغان ځواکونو په روان کال کې د وسله‎والو مخالفینو په لسګونو بریدونه په شاتمبولی او ورته یې ګڼه مرګ ژوبله اړولې.
نوموړی وایی:
“الحمدالله کونړ کې د خلکو په همکارۍ او د افغان ځواکونو په سرښندنو امنیت ډېر ښه دی او ورځ تر بلې د ښه کېدو په حال کې دی.”
هغه وویل، که څه هم چې د اسمار او ناړۍ ولسوالۍ ترمنځ د سړک په اوږدو او چپه دره کې یو څه امنیتی ستونزې شته خو دوی غواړی چې هلته پوځی عملیات ترسره کړی.
ښاغلی همت زیاته کړه چې د ولایت په یو شمېر لېرې پرتو او ځنګل لرونکو سیمو کې داعش وسله‎والې ډلې لنډ مهالی او پټ مرکزونه جوړ کړی او د جلب او جذب کار یې پیل کړی دی.
ښاغلی همت وایی:
“داعش ننګرهار کې یو څه ناڅه عملیات درلودل، خصوصاً د خلکو په کورونو او ناموسونو یې بریدونه وکړل، هلته د خلکو زړونه ترې تور شوی. د کونړ خلک یې هم ملاتړ نه‎کوی.”
څو میاشتې وړاندې داسې راپورونه خپاره شوی و چې د کونړ سرکاڼو ولسوالۍ د شونکړې غرنۍ او د ډیورنډ په کرښه پرتې سیمې ته د داعش یا اسلامی دولت ډلې مشر حافظ سعید د خپلې کورنۍ او ملګرو سره یوځای راغلی او غواړی چې له یاد ځایه خپل وسله‎وال فعالیت په کونړ کې هم پیل کړی.
خو بیا وروسته وویل شول چې حافظ سعید او ملګری یې بېرته ننګرهار ته تللی دی.
د کونړ امنیې قومندان په داسې حال کې د داعش د شتون خبره کوی چې په ننګرهار او یو شمېر نورو ولایتونو کې دغه ډله فعالیت کوی چې تر دې دمه د افغان ځواکونو او داعش ترمنځ زیاتې نښتې شوی او په کې دواړو خواو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.