د ښځو وضعیت په اړه ګڼې اندېښنې شتون لری

- ۰۶ قوس ۱۳۹۱

ملګرو ملتونو، اروپایې اتحادیې، د بشری حقونو خپلواک ادارې، مدنی ټولنې او افغان حکومت په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالی په اړه اندېښنې په ډاګه کړې.
ملګرو ملتونو د ښځو د نړیوالې ورځې په  مناسبت په خپره شوې خبر پاڼه کې له افغان مشرانو غږ کړی چې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالی د مخنیوی لپاره ګامونه پورته کړی.
همدارنګه اروپایی ټولنې په افغانستان کې د ښځو په وړاندې موجوده تاوتریخوالی د اندیښنې وړ بللی او له افغان حکومت او نورو اړونده ارګانونو نه یې په دې برخه کې د لا هلو ځلو او جدی کار غوښتنه کړې ده.
د بشری حقونو خپلواک کمېسیون او مدنی ټولنې ویلی، چې په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی د روان کال په تېرو شپږو میاشتو کې زیات شوی دی.
دغه کمېسیون په دې اړه جدی اندېښنه ښودلې او ویلی یې دی، چې ډېرې پېښې د ناموس په نامه کېږی.
د بشری حقونو دخپلواک کمېسیون یوې چارواکې ثریا صبحرنګ ازادۍ راډیو ته ویلی، چې په تېرو څو میاشتو کې د بل هر وخت په پرتله په افغانستان کې ناموسی قتلونه زیات شوې دی.
خو د ښځو چارو وزیرې ویلی، تر هغې چې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالی لامونه په ګوته له منځه لاړ نه شی، نو د ښځو پر وړاندې به تاوتریخوالی دوام ولری.
د بشر د حقوقو د خپلواک کمیسیون د معلوماتو له مخې سږ کال په افغانستان کې د ښځو په وړاندې تاوتریخوالې په سلو کې اته ویشت زیات شوې دی.
د ملګرو ملتونو سازمان وایی، د نړۍ په بیلا بیلو هیوادونو کې ملیونونه ښځې هره ورځ د بد چلند، سپکاوی، تیری او حتی قتل په څیر زور زیاتی سره مخامخ دی.
یاد سازمان په خپله اعلامیه کې ویلی، چې په ډیرو مواردو کې ښځې نه شی کولای، چې د خپل حق څخه د دفاع لپاره غږ پورته کړی.
له تېرو څو کلونو راهیسې د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی د افغان حکومت پر وړاندې د یوې پراخېدونکې پدیدې په توګه پرته ده.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.