د هلمند د امنیت امر د موټرو پرکاروان برید کې یو پولس وژل شوی

گزارشگر:سه شنبه 7 جدی 1395 - ۰۶ جدی ۱۳۹۵

mandegar-3دا برید نن د دوشنبې د ورځې په یوولس بجو د لښکرګاه په ختیځه دروازه کې د پولیسو د موټرو په کاروان شوی دی.
د موټر بم دا بریددقیقً پرون ۱۱ بجې د لښکرګاه ښار په ختیځه دروازه کې د هلمند د امنیت د امر سمونوال ګلی خان د موټرو پرکاروان شوی دی .
د هلمند ولایتی چارواکی وایی، چې د دغه ولایت د امنیت امر د لښکرګاه – کندهار د لویې لارې د خلاصولو عملیاتو ته روان وو چې دا پېښه رامنځ ته شوه .
د هلمند د والی ویاند عمرځواک امریکاغږ اشنا رادیو ته وویل، چې وسله والو طالبانو تیره شپه د لښکرګاه ښار په ۱۵ کیلو میترۍ کې د هلمند – کندهار د لویې لارې پر سر ماینونه ځای پر ځای کړی وو،پولیسو غوښتل چې دغه ماینونه شنډ کړی، کله چې د امنیت امر سیمې ته په لار وو، یوه ځانمرګی برید کونکی له چاودیدونکو توکو ډک موټر د هغه د موټرو کاروان سره نږدې وجنګاوه او ځانته یې چاودنه یې ورکړه .
ځواک وویل، چې په چاودنه کې سمونوال ګلی خان ته کوم زیان ندی رسیدلی او یوازې یو پولیس په کښې وژل شوی او څلور نور ټپیان شوی دی او بل هیچاته په کې زیان ندی رسیدلی.
د بلې خوا نن د سهار راهیسې بیا وسله والو طالبانو د لښکرګاه – کندهار لویه لار د ترافیکو پر مخ تړلې ده.
د محمد جواد په نوم د لښکرګاه یوه اوسیدونکی امریکاغږ اشنا رادیو ته وویل چې وسله والو طالبانو پر دغه لار ماینونه ځای پر ځای کړی او موټر چلونکو ته یې خبر داری ور کړی چی پر دغه لارتګ راتګ و نه کړی.
ده زیاته کړه چې وسله والو ګواښ کړی چې پر موټرو به ډزې وکړی.
دا لار پرون هم وسله والو د ترافیکو پر مخ تړلې وه او په دغه لار یې دوه پلچکونه په بمونو الوزولی وو، خوتیره ورځ ماپښین افغان امنیتی ځواکونو بیرته دا لار د ترافیکو پرمخ پرانیستې وه.
د هلمند ولایتی چارواکی وایی، ژر به بیرته دا لار له ماینونو پاکه او پرانیځی.
وسله والو طالبانو د ځانمرګی برید ځانمرګی اود لارې د تړلو په اړه کومه تبصره نده کړې.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.