د ننګرهار کاریګر وایی د افغانیو پر ځای په کالدارو معاش ورکول کېږی

گزارشگر:چهار شنبه 15 جدی 1395 - ۱۴ جدی ۱۳۹۵

mandegar-3ننګرهار کې کاریګرو ته د مزدورۍ په بدل کې په کالدارو معاش ورکول کېږی.
یو شمېر کاریګر وایی، په دې ولایت کې غریب کارو کاریګرو لپاره ورځینۍ مزدوری نه ده ټاکل شوې او اکثرا خلک په خپل زړه له درې سوو کالدارو نیولې تر پنځه سوو کالدارو د ورځې مزدوری ورکوی چې په دې سره د خلکو اقتصادی ستونزې نه حل کېږی.
د سرخرود ولسوالۍ اوسېدونکی غلام ربی چې خپله دی او د ده خپلوان د خښتو په بټیو کې له کلونو کلونو راهیسې کار کوی وایی، د دوی کار دروند دی، خو کومه مزدوری چې دوی ته ورکول کېږی په کالدارو ده او د کور اقتصادی ستونزې یې ورسره نه حل کېږی.
دی وایی د همدې کمې مزدورۍ له امله خلک مجبوره شوی چې خپل ځانونه په بټیو کې مصروف کړی او د عمر لپاره په دې پیسو خپله ګروی نشی خلاصولی:
“پینځه سووه کالدارې مثال د ورځې کار نرخونه دی په دې پیسو د کور مشکل نه حل کېږی نه خپل ماشوم مکتب ته لېږلی شی موږ که یوه سودا په نغدو اخلو دوه په قرضو اخلو ځکه بسنه نه کوی موږ نه د وطن په خوند پوه شو نه د ژوند.”
په ننګرهار کې د خښت کارانو او کاریګرو اتحادیې مسؤل انجنیر خلیل وایی یوازې د خښتو بټۍ نه دی بلکې په ټولو برخو کې کاریګر دې ستونزې سره مخ دی.
نوموړی وایی، ولایتی اداره باید د غریبکارو ورځنۍ مزدوری په افغانیو وټاکی او پر ټولو کمپنیو، شرکتونو او بټیو دې عملی کړی.
نوموړی زیاته کړه:
“موږ اول خو د کالدارو موضوع حل کړو ځکه دا افغانستان دی دلته باید افغانۍ وچلېږی کاریګرو ته په کالدارو پیسې ورکوی په هغې باندې د دوی مشکل نه حل کېږی حکومت باید په دوی ټولو باندې دا ومنی چې کاریګرو ته حق و زحمه په افغانیو ورکړی نه په کالدارو.”
د ننګرهار ولایت ویاند عطالله خوګیاڼی د کاریګرو ستونزه منی او وایی دوی به د کار او ټولنیزو چارو ریاست ته لارښوونه وکړی تر څو د کاریګرو د مزدوری په افغانیو رایج کړی او دوی ته ټاکلې اندازه ورځنی معاش وټاکی.
نوموړی زیاته کړه:
“په خصوصی پوهنتونونو او روغتونونو کې د افغانیو مسئله رایج شوې ده او په دې برخه کې به موږ د کار او ټولنیزو چارو ریاست ته دنده وسپارو تر څو هم د کاریګرو د ورځنی کار مشخصه اندازه وټاکل شی او هم به پر ټولو جبری کړی چې افغانۍ ورکړی.”
که څه هم افغان دولت وایی، په دولتی او غیرې دولتی ادارو کې ګڼو خلکو ته د کار کولو زمینه برابره شوې خو لا هم د نورو ښارونو په څېر د جلال اباد ښار چوکونه هم د کاریګرو نه ډک دی او په ورځو ورځو د کار د پیدا کېدو انتظار باسی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.