گزارشگر:چهار شنبه 29 جدی 1395 - ۲۸ جدی ۱۳۹۵
د ولسی جرګې د ښځو چارو کمېسیون د دولت له اړوندو ارګانونو غواړی چې د ښځو او ماشومانو د ځورونې د منع قانون پلی کولو ته اجرائیوی پالېسۍ جوړې کړی.
د ولسی جرګې د ښځو چارو کمېسیون، د دولت پر اړوند ارګانونو ټینګار وکړ چې د ښځو او ماشومانو د ځورونې د منع قانون پلی کولو ته تدابیر جدی کړی.
په دې مقصد د سې شنبې په ورځ په کابل کې د کورنیو چارو، عدلیې، کار او ټولنیزو چارو او د پوهنې وزارتونو د مسؤلینو د همغږۍ یوه غونډه جوړه شوې وه.
غونډې ته د ولسی جرګې د ښځو چارو کمېسیون رئیسې فوزیې کوفی وویل چې یوازې د قانون موجودیت د ښځو او ماشومانو د ځورونې د منع کولو لپاره کافی نه بلکې، د دولت د اړوندو ارګانونو لهخوا د دغه قانون پلی کول مهم دی.
نوموړې زیاته کړه:
“د ښځو او ماشومانو د ځورونې د منع قانون داسې موارد پیشبینی کړی چې هیله ده له پلی کېدو سرهیې، بېلابېلې ځورونې کمې شی، نننۍ غونډه مو د دې لپاره جوړه کړې چې د مختلفو ارګانونو تر منځ همغږی رامنځته شی او د دې قانون د پلی کېدو لپاره عملی پلانونه او ژمنې ولری.”
د افغانستان په ځینو ښارونو کې د ښځو، نجونو او ماشومانو ځورول په دې وروستیو کلونو کې په یوې ستونزې اوښتی او اکثره هغه نجونې او ښځې چې ښوونځیو ته ځی او یا په دولتی او خصوصی ادارو کې دندې ترسره کوی، نهشی کولای چې په ډاډه زړه له کوره ووځی.
دغه ځورونې اکثره په واټونو، بسونو، پارکونو، مارکېټونو او حتی په ځینو دولتی ادارو کې لیدل شوی چې د خلکو او کورنیو شکایتونهیې پورته کړی دی.
د یادې ستونزې د مخنیوی لپاره په دې وروستیو کې د ملی شورا دواړو جرګو د ښځو او ماشومانو د ځورونې د منع قانون تصویب کړ.
د ښځو او ماشومانو د ځورونې د منع قانون ۳ فصله او ۲۹ مادې لری چې عامه پوهاوی، انضباطی تدابیر، تعلیمی لارښوونې، جزایی او داسې نورې برخې پهکې شاملې دی.
په جوړې غونډه کې د عدلیې وزیر عبدالبصیر انور د ښځو او ماشومانو ځورول یو ناوړه او د اسلام او ملی ارزښتونو خلاف عمل وباله او ویېویل چې د دغه قانون خپرولو تهیې تدابیر نیولی دی.
د ښځو چارو وزیرې دلبر نظری وویل، د دغه قانون د پلی کولو لپاره د اجرائیوی ارګانونو د اقداماتو تر څنګ پهکار ده چې خلکو ته د عامه پوهاوی یو پراخ کمپاین پیل شی.
نوموړی زیاته کړه:
“د ښځو او ماشومانو د ځورولو لمن دومره لویه ده چې ریښې یې یوازې د قانون په تصویبېدو سره او جزایی مقرراتو سره لهمنځه نهشی تللی بلکې د ذهنونو جوړول او عامه پوهاوی کولای شی چې اغېز ولری، د دې قانون په پلی کولو کې ښځو او نارینهو ته د عامه پوهاوی ورکول او د قانون د تنفیذ ارګانونو سره ګډې غوڼدې اغېز لرلی شی.”
سربېره پر دې د پوهنې وزارت مرستیال اسدالله محقق جهانی وویل، پلان لری چې د ښځو او ماشومانو د ځورونې د مخنیوی په خاطر، د ښوونځیو په تعلیمی نصاب کې دغې برخې ته ځای ورکړل شی.
همدارنګه د کورنیو چارو وزارت د جنایی جرمونو پر وړاندې د مبارزې رئیس سید عبدالغفار سیدی وویل، د روانې ستونزې د حل لپاره به د دولت له اړوندو ارګانونو سره په همغږۍ، د څارنې، پلټنې او د ښځو او ماشومانو د خوندیتوب لپاره ځانګړی پلانونه ترتیب او عملی کړی.
په جوړې ناسته کې ځینو حقوقپوهانو وویل، د روانې ستونزې حل ناممکنه نهدی او د دولت د اړوندو ارګانونو د کوټلو او پرلهپسې هڅو په نتیجه کې هوارېدلی شی.
دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان جمهور رئیس اشرف غنی څو ورځې مخکې د اساسی قانون د اوونۍ د لمانځلو په مراسمو کې د هېواد د ټولو نافذه قوانینو پر پلی کېدو ټنیګار کړی دی.
Comments are closed.