د ارزګان پخوانی امنیه قوماندان ۵ میلیونه افغانۍ فساد کړی

گزارشگر:شنبه 2 دلو 1395 - ۰۱ دلو ۱۳۹۵

mandegar-3چارواکی وایی په ارزګان ولایت کې فساد خپل اوج ته رسېدلی او ولایتی اداره یې مخه نه شی نیولای.
په ولسی جرګه کې د ارزګان د خلکو استازی عبیدالله بارکزی ازادی راډیو ته وویل چې د ارزګان ولایت مخکنی امنیه قوماندان مل پاسوال ولی جان سرحدی په دغه ولایت کې د خپلې دندې پرمهال د خیالی پولیسو په نوم پولیس له تشکیله ایستلی او د هغوی معاشات یې له ځانه سره وړی چې شاوخوا ۵ میلیونه افغانیو ته رسېږی.
نوموړی له مرکزی دولته وغوښتل چې دغه موضوع په جدیت وڅېړی او په فساد کې د ښکیلو کسانو سره قانونی چلند وکړی.
ښاغلی بارکزی زیاته کړه:
“ارزګان کې د پولیسو مرمۍ پلورل کېږی، د پولیسو تیل غلا کېږی، د هغوی معاشات شخصی جېبو ته لویږی ځکه ناامنی زیاته شوې او خلک پر دولت بې باوره شوی دی.”
دا په داسې حال کې ده چې په تېر څه باندې یوه کال کې ۷ تنه د ارزګان ولایت د امنیه قوماندانانو په توګه ټاکل شوی دی.
په ورته وخت کې د ارزګان ولایت پخوانی امینه قوماندان ولی جان سرحدی پرځان لګیدلی تورونه بې ځایه بولی؛ وایی، کوم ۱۲ پولیس یې چې له تشکیله ایستلی هغه خیالی پولیس وو او دا کار یې د والی، ملی امنیت د رئیس او نورو دولتی چارواکو سره په مشوره کړی.
سرحدی زیاته کړه:
“د هغه ۱۲ سوه پولیسو معاشات موږ د تشکیل مطابق حواله کړی دا زما لاسته راوړنه وه چې ۵ میلیونه افغانۍ د خلکو له لاسونو راوګرځېد او د دولت خزانې ته اضافه شوې.”
هاخوا بیا هغه یو شمېر پولیس چې د مخکنی امنیه قوماندان ولی جان سرحدی له لوری د پولیسو له لیکو ایستل شوی وایی چې له تېرو څو میاشتو راهیسې د جګړې په لومړې کرښه کې دی خو تر اوسه معاشونه نه دی ورکول شوی.
یو شمېر پولیسو ازادی راډیو ته وویل:
“نوم مې ولی‎داد دی د پوستې قوماندان یم ۱۲کسه پولیس لرم له ۵ میاشتو راهیسې دولت موږ ته معاش نه دی راکړی شپه او ورځ په جګړه بوخت یو.
– زما نوم محمد دی ، څلور کاله کېږی چې په دولت کې پولیس یم؛ شپه ورځ د جګړې په لومړې کرښه کې د وسله‎والو طالبانو سره جګړه کوم خو دولت مې خیالی پولیس بولی.”
د یادونې وړده چې څو ورځې وړاندې د کورنیو چارو وزارت د پلان او سټراټیژۍ برخې معین هم ارزګان ته تللی و څو په دغه ولایت کې د پولیسو په لیکو د اصلاحاتو ترڅنک د امنیتی وضعیت ارزونه وکړی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.