زاخېلوال: له پاکستان سره د اړیکو ښه کېدو هڅو ته دوام ورکوو

گزارشگر:سه شنبه 12 دلو 1395 - ۱۱ دلو ۱۳۹۵

mandegar-3په پاکستان کې د افغانستان سفیر وایی، تر هغو له پاکستان سره د اړیکو د ښه کېدو هڅو ته دوام ورکوی چې د دواړو هېوادونو ترمنځ اختلافات پای ته رسېږی.
حضرت عمر زاخېلوال له ازادی راډیو سره په خبرو کې وویل چې د پاکستان انزوا د افغانستان په ګټه نه ده بلکې هغه هېواد باید داسې لارې ته وهڅول شی چې د افغانستان د سولې ملاتړ وکړی.
نوموړی که څه هم له پاکستانی چارواکو سره د خبرو کومه ځانګړې مثبته نتیجه نه ده اخیستې، خو وایی، دا په دې معنی نه ده چې د دواړو هېوادونو د اړیکو د ښه کولو هڅې ودرول شی.
زاخېلوال وایی، په همدې هدف یې د پاکستان پر لوړ پوړو چارواکو سربېره د ځینو عمده ګوندونو له مشرانو سره کتلی او دا لړۍ به جاری وساتی.
“دلته هغه مطرح ګوندونه چې دی مثلاً اسلامی ګوندونه لکه د سمیع الحق، مولانا فضل الرحمن ګوند، د جماعت اسلامی سراج الحق، دی له ټولو سره ناستې ولاړې لرو، په قبایلی سیمو کې له مشرانو سره ګورو د عوامی نېشنل پارټی، د پښتونخوا پارټی، شېرپاو صاحب او نورو داسې مشرانو سره ګورو، بحثونه ورسره لرو، مشورې لرو او دوی هڅو.”
زاخېلوال وایی، د دوی هڅه تر ډېره دا ده چې پاکستان وهڅوی چې خپلې اندېښنې او اختلافات افغانستان ته ښکاره ووایی، څو د کابل اداره یې په اړه غور وکړی.
ویل کېږی د پاکستان له لویو اندېښنو څخه یوه یې له هند سره د افغانستان اړیکی دی او دا چې کېدای شی هند د افغانستان له خاورې څخه د پاکستان پر ضد استفاده وکړی.
پوښتنه دا ده چې که پاکستان له افغانستان څخه د همدې اندېښنې د له منځه وړلو غوښتنه وکړی د کابل ځواب به څه وی؟
په ځواب کې حضرت عمر زاخېلوال ازادی راډیو ته وویل چې افغانستان د یوه خپلواک هېواد په توګه له هېڅ چا سره په اړیکو کې بدلون نشی راوستلی، خو وایی، پاکستان ته دا ډاډ ورکولی شی چې هېڅ کله به د افغانستان خاوره د بل هېواد پر ضد ونه کارول شی.
د ښاغلی زاخېلوال په خبره چې وایی، ښې اړیکې د دواړو هېوادونو مجبوریت او ضرورت دی، خو دی وایی، د اړیکو د ښه کېدو لپاره تر پاکستان افغانستان لا ډېره هڅه کړې ده څو د سولې فضا رامنځته کړی.
ویل کېږی دا چې پاکستان د ترورېزم په وړاندې جدی مبارزه نه ده کړې، پر دې خبره د نړۍ ډېری هېوادونه په یوه خوله دی.
سیاسی تحلیلګران دې ته د پاکستان لپاره د سیاسی انزوا په سترګه ګوری او وایی، افغانستان له دې څخه ښه ګټه پورته کولی شی.
دا چې له پاکستان سره د افغانستان لخوا د اړیکو د ښه کولو پرله پسې هڅې به دغه انزوا له منځه یونسی او څومره به افغانستان دغه فرصت له لاسه ورکړی، ښاغلی زاخېلوال داسې ځواب ورکوی:
“د افغانستان پالیسی د پاکستان انزوا نه ده، که انګېرنه دا وی چې افغانستان د پاکستان د منزوی کېدو هڅه کوی دا د افغانستان په ګټه نه ده، د افغانستان پالیسی مثبتو او تر پخوا متفاوتو لارو ته د پاکستان هڅول دی او هغه لار چې د افغانستان د سولې ملاتړی اوسی، نوهر هغه هېواد او هره هغه غونډه چې د پاکستان لپاره تشویقی اوسی او د افغانستان د ثبات لپاره وی د افغانستان ملاتړ ورسره دی.”
په پاکستان کې د افغانستان سفیر داسې مهال د دغو ناستو خبره کوی چې تېره اوونۍ د افغانستان لپاره د بریتانیا سفیر دمینیک جرمی هم پاکستان ته سفر وکړ او د کابل او اسلام اباد ترمنځ اړیکو د ښه کېدو په هدف یې د پاکستان د صدراعظم نواز شریف په ګډون یې د هغه هېواد له نورو لوړ پوړو پوځی چارواکو سره کتلی دی.
ایا بریتانیه کولای شی د کابل او اسلام اباد اړیکې سمې کړی؟
دغه بریتانوی ډیپلوماټ هیله وښوده چې د امریکا نوې اداره هم د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اعتماد جوړولو برخې ته توجه وکړی.
افغان چارواکو په وار وار د پاکستان پر سیاستونو انتقاد کړی او دا یې ویلی چې پاکستان د افغانستان د سولې پروسه کې رښتینې همکاری نه‎کوی.
دغه راز افغان حکومت پاکستان په دې تورنوی چې په افغانستان کې څو وروستۍ خونړۍ حملې په هغه هېواد کې پلان شوی وې، خو پاکستان دا تورونه ردوی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.