د دولتی ادارو له ویاندویانو نه د خبریالانو سلګونه شکایتونه ثبت شوی

گزارشگر:چهار شنبه 13 دلو 1395 - ۱۲ دلو ۱۳۹۵

mandegar-3د افغانستان د خپلواکو ژورنالېستانو د ملاتړ ټولنه وایې په کابل او ولایتونو کې د دولتی ادارو د ویاندویانو په اړه د خبریالانو سلګونه شکایتونه‌یې ثبت کړې دی.
د دغې ټولنې مشر رحیم‌الله سمندر د سې شنبې په ورځ ازادی راډیو ته وویل چې په کابل او ولایتونو کې د دولتی ادارو د ویاندویانو په اړه د خبریالانو سلګونه شکایتونه‌یې ثبت کړی دی.
دښاغلی سمندر زیاته کړه:
“په دغو شکایتونو کې په کابل کې د وزارتونو له ویاندویانو، په ولایتونو کې د والیانو له ویاندویانو او دغه‌راز د امنیه قوماندانۍ له ویاندویانو او د یو شمېر عمومی ریاستونو له ویاندویانو شکایت شوی چې دوی معلومات نه‌ورکوی، دوی مثلاً په ‎دې پلمه چې جلسه لری او یا هم وایی چې وروسته اړیکه ونیسئ او وروسته بیا ټیلیفون بندوی، دغه شکایتونه موږ ته راغلی او هغه مېکانیزم چې معلوماتو ته د لاسرسی برخه کې معرفی شوی هغه هم ډېر مغلق دی او په اسانۍ سره خبریالانو ته معلومات نه‌ورکول کېږی.”
په ورته وخت کې یو شمېر افغان خبریالان هم وایی چې د دولتی ادارو د ویاندویانو له‎خوا په وخت د معلوماتو نه‌شریکول د دې لامل شوی چې د دوی کارونه له ستونزو سره مخ شوی او د پر وخت او دقیقو راپورونو په ورکولو بریالی نه‎شی.
یو تن خبریال احسان‌الله سهاک وایی:
“کله چې یو ویاند نه‌حاضرېږی موږ ته معلومات راکړی واقعاً دا زموږ په کارونو ناوړه اغېز کوی، اکثره اوس‌مهال د خبریالانو اړیکې له دولتی ویاندویانو سره پرې شوی ځکه هغوی هېڅ ډول همکاری نه‎لری.”
بل افغان خبریال حسین ناصری بیا وایی:
“سره له دې چې حکومت په تېرو دوو کلونو کې د خبریالانو د ستونزو د هواری ژمنه کړې، خو لا هم افغان خبریالان له ډېرو ستونزو سره مخ دی، په ځانګړی ډول دولتی ویاندویان له خبریالانو سره سلیقوی چلند کوی او په وخت معلومات نه‌شریکوی.”
د یادونې وړ ده چې ازادی راډیو هم په دې برخه کې په وار-وار له ورته ستونزو سره مخ شوې ده.
دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې ولسمشر، رسنیو ته د حکومتی چارواکو له‎خوا، د معلوماتو د ورکولو د بهیر د ګړندیتوب په مقصد، نوی حکم ورکړ چې لوړپوړی دولتی چارواکی، وزیران او والیان مکلف دی چې د محرمو معلوماتو په پام کې نیولو سره، د اړتیا وړ معلومات له رسنیو سره شریک کړی.
هڅه مو وکړه چې د خبریالانو د وروستیو شکایتونو په اړه اطلاعاتو ته د لاسرسی د څار کمېسیون نظر هم واخلو خو له پرله‎پسی اړیکو وروسته بیا هم ونه‌توانېدو چې د دغه کمېسیون له چارواکو سره خبرې وکړو.
خو د افغانستان جمهوری ریاست وایی، له هغو ادارو او ویاندویانو سره به قانونی چلند کېږی چې خلکو ته د رسنیو له لارې پر وخت د معلوماتو له ورکولو ډډه کوی.
د ولسمشر مرستیال ویاند شاه‌حسین مرتضوی په‎ دې اړه ازادی راډیو ته وویل:
“د جمهوری ریاست په ګډون د ټولو وزارتونو، بنسټونو او ولایتونو ویاندویان ملکف دی چې د ولسمشر د حکم او اطلاعاتو ته د لاسرسی د قانون مطابق له رسنیو سره همکاری وکړی.”
ولسمشر غنی د ۱۳۹۳ لمریز کال د لیندۍ په میاشت کې اطلاعاتو ته د لاسرسی قانون توشېح کړ چې شپږ فصلونه او ۳۲ مادې لری.
هغه قانون چې افغان خبریالانو او د رسنیو څخه د ملاتړ ادارو ډېر وخت د هغې په عملی کېدو ټینګار کړی او ویلی یې دی چې لاهم د حکومت څخه پر وخت د معلوماتو په اخیستلو کې ستونزې موجودې دی.
راپور: ناجیه ساپۍ

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.