گزارشگر:چهار شنبه 13 دلو 1395 - ۱۲ دلو ۱۳۹۵
د جوزجان ولایت په درز آب ولسوالۍ کې د هوا د سړښت له امله ۴٧ تنه ووژل شول.
د جوزجان د ولایتی شورا غړې حلیمه سادات د باختر آژانس خبریال ته وویل چې دغه کسان روغتیایی مرکزونو ته د نه لاسرسى او د پرله پسې واورې د ورښت ، د لارو د تړل کیدو او دغه راز د استوګنځی د نشتوالی له امله وژل شوی دی .
ده زیاته کړه چې په درز آب ولسوالۍ کې څه ناڅه اویا سانتی متره واورې شته او د زیاتو اورښتونو له امله یو شمېر کورونه هم ویجاړ شوی دی.
دا په داسې حال کې ده چې له دې مخکې له طبیعی پیښو سره د رسیدګۍ په چاروکې د دولت وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلی و چې د هېواد په بېلابېلو برخوکې ی٢١ تنه د سړښت او د واورې د ورښت له امله وژل شوی دی.
په خبرپاڼه کې راغلی دی چې قندهار، غزنی، پکتیا، غور، زابل، بغلان، ننګرهار، کاپیسا، نورستان، پروان، هرات، لغمان، بامیان او پنجشیر هغه ولایتونه دی چې د روان کال په ژمی کې د هوا د سړښت او د واورې د ورښت ډګر دی چې د دغو اورښتونوله امله شپاړلس تنه ټپیان شوی، د استوګنې یوویشت کورونه په بشپړه توګه ویجاړ او پنځوس نور کورونه په قسمی ډول ویجاړ شوی دی.
ویل کیږی همدا اوس د شمال او مرکز د څو ولایتونو لارې د واورې د ورښت له امله د خلکو پرمخ تړلې شوې دی.
Comments are closed.