سیمه‌ییز چارواکی: واورو ځپونکو سیمو ته رسېدلی مرستې بسنه نه‌کوی

گزارشگر:چهارشنبه 20 دلو 1395 - ۱۹ دلو ۱۳۹۵

mandegar-3یو شمېر سیمه‌ییز چارواکی په مرسته رسونکو ادارو نیوکه کوی وایی، کومې مرستې چې زیانمنو سیمو ته رسېدلی بسنه نه‎کوی او په زیاتره سیمو کې هېڅ مرستې نه‎دی شوی.
د بدخشان د ولایتی شورا یوه غړی سردار سروری د سې شنبې په ورځ ازادی راډیو ته وویل، د دغه ولایت د مرکز او ۱۰ ولسوالیو تر منځ غځېدلې لارې تړل شوی او خلک له بد وضعیت سره مخ دی.
نوموړی وویل:
“د دوه یا درې موټرو موادو مرسته چې تر اوسه شوې ده د یوې سیمې لپاره بسنه کوی، نه د ټول ولایت لپاره، په روغتیایی، خوراکی او د اړتیا وړ نورو برخو کې مرسته نه‎ده شوې، دا په داسې حال کې ده چې په خوراکی موادو کې د یو من وریجو نرخ ۱۲۰۰ او د یو من اوړو ۵۰۰ افغانیو ته لوړ شوی دی.”
افغان ولسمشر محمد اشرف غنی ویلی په دغه هېواد کې د روان کال د جدی له لومړۍ نېټې څخه د دلوې میاشتې تر ۱۷مې نېټې پورې د طبیعې پېښو له امله ۱۶۰ تنه هېوادوال مړه شوی چې زیات تلفات په نورستان، بدخشان، پروان او غزنی ولایتونو کې اوښتی دی.
په نورستان ولایت کې له ۵۰ ډېر کسان وژل شوی دی، په بدخشان کې ۲۰ او په پروان کې هم شل کسان وژل شوی دی، خو په ټوله کې د افغانستان ۲۲ ولایتونه د واورې ورېدنې، طوفان او برف‌کوچونو شاهدان وو.
افغان ولسمشر د مرستو رسولو ادارې ته امر کړی چې د طبیعی پېښو پر مهال زیانمنو سیمو ته اړینې مرستې ورسوی.
په ولسی جرګه کې د نورستان د خلکو استازی احمدالله مؤحد وایی، هغه څه چې د مرستو رسولو په اړه‌یې مسؤلین وایی، بې‌بنسټه دی.
دی وایی، تر دې دمه زیانمنو سیمو ته د ژغورنې او روغتیایی ډلې نه‌دی رسېدلی.
نوموړی وایی:
“موږ ډېره اړتیا ډاکترانو او د ژغورنې یو ټیم ته لرو چې د زیانمنو سره مرسته وشی او هغه جسدونه چې لا هم نادرکه دی راپیدا کړی او د خلکو ستونزو ته له نېږدې رسېدنه وکړی او نمایشی کارونه ترسره نه‌شی.”
په ورته وخت کې د طبیعې پېښو په وړاندې د مبارزې عالی ادارې مرستیال محمد اسلم سیاس وایی، تېره ورځ دوه هلیکوپټره لومړنی خوراکی توکی نورستان او دوه هیلیکوپټره هم بدخشان ته استول شوی دی.
د نوموړی په خبره د ولایتونو په کچه د زیانونو په پرتله امکانات زیات دی:
“اوس لپاره موږ په ټولو ولایتونو کې د سرپنا په ګډون خوراکی او غیر خوراکی مواد ځای پر ځای کړی او د هرې ولسوالۍ یا محل چې ورته اړتیا شوه دا امکانات د خلکو په خدمت کې دی.”
په ورته وخت کې د چارو یو کارپوه صدیق قیام وایی، د دې لپاره چې د واورې ورېدو له امله د زیانونو په کچه کې کموالی راشی، حکومت باید د ژمی د موسم له رارسېدلو دمخه په ولسوالیو کې اړین لومړنی مواد ځای پر ځای کړی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.