نېکلسن: حقانی شبکه او طالبان د پاکستان کوټه ښار کې پناهځایونه لری

گزارشگر: شنبه 23 دلو 1395 - ۲۲ دلو ۱۳۹۵

په افغانستان کې د ناټو د غوڅ ملاتړ مأموریت او په دغه هېواد کې د مېشتو امریکایی ځواکونو عمومی قوماندان وایی، د حقانی شبکه او طالبان د پاکستان په کوټه ښار کې خوندی پناهځایونه لری.
جنرال جان نېکلسن د پنجشنبې په ورځ ناوخته د امریکا د سنا مجلس د پوځی خدماتو کمېټې ته حاضر او د افغانستان د وضعیت په اړه یې معلومات mandegar-3ورکړه.
جنرال نېکلسن د هغه څه په اړه چې ده ګډ دښمن وباله د پاکستان پر جدی همکارۍ ټینګار وکړ.
دغه امریکایی جنرال زیاته کړه، افغانستان سولې ته اړتیا لری او د دغه هېواد ګاونډیان هم باید پوه شی چې د هغوی امنیت د افغانستان په ثبات پورې تړلی دی.
د نېلکسن په خبره د امریکا او پاکستان پېچلې اړیکې یوې هر اړخیزې ارزونې ته اړتیا لری.
په افغانستان کې د امریکایی ځواکونو عمومی قوماندان ویلی چې ځواکونه به یې په افغانستان کې د داعش او القاعده ډلې ماتې ته متمرکز پاتې شی.
دی وایی اصلی هدف یې دا دی چې پرېنږدی د افغانستان خاوره پر امریکا د برید لپاره وکارول شی.
د دغه لوړپوړی امریکایی قوماندان په وینا کله چې وسله وال له افغانستانه بهر پناهځایونه ولری، د هغوی په وړاندی د جګړې ګټل به آسانه کار نه وی.
جنرال جان نېکلسن د امریکا د سنا مجلس د پوځی خدماتو کمېټې ته د وینا پر مهال د افغان ځواکونو تلفاتو ته هم اشاره وکړه او ویې ویل چې له دې کبله ډېر اندېښمن دی.
نېکلسن د خبرو په یوې برخه کې د افغان ځواکونو ستاینه وکړه او زیاته یې کړه چې دغه ځواکونه په ۲۰۱۶ کال کې په زړورتیا سره وجنګېدل.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.