احمدزی: د طرحې تر تائید وروسته به د انتخاباتو چارې چټکې شی

گزارشگر:یک شنبه 24 دلو 1395 - ۲۳ دلو ۱۳۹۵

mandegar-3د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وایی چې د کابینې له خوا د حوزوی سیسټم په اړه د جامع طرحې له تائید وروسته به انتخاباتی هلې ځلې چټکې شی.
یاد کمېسیون وایی، ترتیب شوې طرحه به د روانې میلادی میاشتې په ۲۰ مه کابینې ته وړاندې شی.
دغه کمېسیون وایی، د شفافو او عادلانه انتخاباتو د تر سره کېدو لپاره د حکومت له مشرانو، د ملګرو ملتونو او د مرسته کوونکو هېوادونو او سازمانونو له استازو سره سلا مشورې پیل شوی.
د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون رئیس نجیب الله احمدزی د شنبې په ورځ ازادی راډیو ته وویل چې د فبرورۍ میاشتې په شلمه به د حوزوی سیسټم د جامع طرحې په اړه بله مهمه غونډه ترسره شی او له هغې وروسته به د دې کمېسیون کارونه لا چټک شی.
نوموړی زیاته کړه:
“دولت د ۳۰ میلیونو ډالرو ژمنه وکړه، موږ به له ډونرانو سره دوامدارې غونډې ولرو، له دوی سره به راتلونکی پلانونه شریک کړو، د حوزوی سیسټم په اړه زموږ جامع طرحه به د فبرورۍ په ۲۰ مه له ولسمشر سره شریکه کړو، هغه به له کابینې پاس شی بیا عملیاتی پلان جوړو او زه هیله لرم چې له هغې وروسته به زموږ کارونه ګړندی شی.”
ښاغلی احمدزی زیاتوی د ولسی جرګې او ولسوالیو شوراګانو د انتخاباتو د ترسره کېدو لپاره ۱۲۰ میلیونه ډالرو ته اړتیا ده چې تراوسه نه دی برابر شوی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.