گزارشگر:چهار شنبه 27 دلو 1395 - ۲۶ دلو ۱۳۹۵
د شهید ملی اتل له نوټونو څخه:
۱۹/۳ / ۱۳۶۳- د جون ۱۹۸۴ ۴:۳۰ بجی مازیګر:
د خلکو د غم او کړاونو لیدلو زغم نه لرم. د شهید مسعود د زړه دعا،
خدایه! زه خوشحاله یم چی سل ځله مړ شم خو نه غواړم چی د خلکو پر وړاندی د روسانو ظلم او مصیبتونه وګورم،
اې ربه! ته د ټولو خالق او خاوند یی، رحم وکړه او توجه وکړه. زه ستاسی په لاره کی پرته له خدمت بل آرزو نه لرم، او سوګند یادوم چی پرته له ستا رضایت بل هدف نلرم، او دا ټول ستونزی می یوازی ستا د امر او دستور په موخه په ځان باندی منلی. ته خو خپله دی د زړونو خاوند یی او د نورو هرچا پرتله زما د زړه دننه له نیت څخه خبر یی. خدایه! رحم او پاملرنه دی غواړم، دا خلک به څه وکړی! زه نور د فشار او بار لاندې اوبه شوی یم. پروردګاره! یا ته دی خلکو ته یو لاره ښکاره کړه او روښانی وښایه، او یا هم ژر تر ژره می شهادت نصیب کړه چی رښتیا هم صبر او زغم می پای ته رسیدلی.
نور د دی غمونو او کړاوونو د زغم توان نه لرم، پروردګاره یا د حل لاره او یا هم شهادت.
Comments are closed.