گزارشگر:سه شنبه 3 حوت 1395 - ۰۲ حوت ۱۳۹۵
په داسې حال کې چې سپینه ماڼۍ افغانستان ته د اضافی سرتېرو د استولو په اړه غور کوی د امریکا دفاع وزیر ویلی چې په دې اړه څېړنې پیل شوی دی.
افغانستان ته د نورو امریکایی ځواکونو استول هغه مسئله ده چې هم پلویان او هم مخالفین لری.
مخالفینیې وایی چې د افغانستان ستونزه پوځی حل لاره نهلری خو پلویانیې وایی، د سرتېرو د شمېر زیاتېدل په افغانستان کې د امنیت او ثبات له راوستو سره مرسته کولای شی.
د امریکا دفاع وزیر وایی، ولسمشر ډونالد ټرمپ دا مهال د افغانستان د جګړې د وضعیت په اړه د استخباراتو او پوځ راپور ته سترګې په لاره دی.
امریکایی چارواکی له څو ورځو راهیسې په افغانستان کې د امریکایی ځواکونو د عمومی قوماندان جنرال جان نېکلسن د هغې طرحې په اړه غور کوی چې افغانستان ته د څو زره اضافی سرتېرو د استولو غوښتنه کوی.
نېکلسن: افغانستان ته د نورو سرتېرو استولو اړتیا ده
د امریکا دفاع وزیر جېمز متېس پرون روېټرز خبری اژانس ته وویل، افغانستان اوسمهال د پخوا په پرتله په خورا کمزوری او خراب حالت کې دی.
متېس افغان ځواکونه وستایل خو ویېویل چې دوی د طالبانو د حملو د شنډولو لپاره خورا زیات تلفات ورکړی دی.
پخوانی ولسمشر بارک اوباما چې د افغانستان جګړه له مخکنۍ ادارې څخه ورته په میراث پاتې وه، د سرتېرو د شمېر په کمولو سره د جورج ډبلیو بوش لهخوا اعلان شوې د ترورېزم پر ضد د جګړې ستراتیژی د یاغیانو پر ضد مبارزې په ستراتیژی بدله کړه.
د اوباما د ادارې پالېسی دا وه چې د جګړې په ډګر کې به په زیات شمېر سرتېری ښکېل نهوو بلکې کم شمېر ځواکونو به د یاغی ډلو پر ضد ځانګړی ځمکنی او هوایی عملیات کول او همدې پوځیانو به افغان ځواکونه روزل.
خو د پوځی چارو کارپوهان په دې باور دی چې له دې ستراتیژۍ سره د افغان حکومت وسلهوال مخالفین لا ځواکمن شول او پراخې سیمې یې لاندې کړې.
ژمی په تېرو کلونو کې د جګړو د سړېدو او پسرلی د تشدد د زیاتېدو فصلونه وو، خو له ۲۰۱۴ کال راهیسې چې زیاته برخه نړیوال ځواکونه له افغانستانه ووتل، د سړو په فصل کې هم جګړې زور اخلی، سږ کال ژمی هم ډېره وینه تویه شوه.
د امنیتی چارو کارپوه جاوید کوهستانی وایی، په هېواد کې د تشدد روانې څپې ته په پام سره په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو د زیاتېدو اړتیا تر پخوا زیاته شوې.
نوموړی زیاته کړه:
“یاغیان د ژمی په فصل کې چې پخوا هېڅکله هم جګړې نه پهکې کېدلې، تعرضی عملیات کوی، په لښکرګاه ښار او نورو سیمو کې افغان ځواکونه په دفاعی حالت کې دی، موږ اوس په ژمی کې چې یاغیانو کم مانور کولای شوی له سختو جګړو سره مخامخ او دا نړیوالې ټولنې ته په ډاګه کوی چې د خپلو ځواکونو شمېر زیات کړی.”
ښاغلی کوهستانی اټکل کوی چې د امریکا نوې اداره ښایی په افغانستان کې د پوځی حضور د زیاتولو پرېکړه وکړی.
په امریکا کې دننه هم افغانستان ته د اضافی ځواکونو د استولو په اړه مثبت او منفی نظریات شته.
پوځی کاپوره دانیل ال دیویس «Daniel L. Davis» چې په افغانستان کې یې هم خدمت کړی وایی، د امریکا د پوځ په لوړپوړو کې اوس تقریباً ټول په دې باور دی چې د منځنی ختیځ او جنوبی اسیا ټولې ستونزې باید د زور له لارې حل شی خو هېڅڅوک پر کوم متبادل نظر غور نهکوی.
دیویس په خپله لیکنه کې چې نېشنل انټرست خپرونې په خپلې وروستۍ ګڼه کې خپړه کړې افغانستان ته د نورو سرتېرو د استولو په اړه د جنرال جان نېکلسن غوښتنه د دې باور د مثال په توګه یادوی او وایی، په افغانستان او عراق کې د افراطی وسلهوالو ډلو پر ضد د شپاړس کلنې مبارزې او عملیاتو او د بهرنیو ځواکونو د روزنې له نتایجو باید د دې ستراتیژۍ د تکرار په وړاندې د یوه استدلال په توګه کار واخیستل شی.
دیویس دا نتایج په ستراتیژیکه کچه بشپړه ناکامی بولی.
برعکس د امریکا چاپ ستار ټریبیون ورځپاڼې لیکلی دی چې د افغانستان له جګړې د شپاړسو کلونو له تېرېدو وروسته دا هېواد د امریکا له نظر او ذهن څخه تر ډېره لوېدلی خو ورځپاڼه خبرداری ورکوی چې په دې اړه غفلت لوی خطر لری.
Comments are closed.