گزارشگر:دوشنبه 9 حوت 1395 - ۰۸ حوت ۱۳۹۵
د ارزګان چارواکی وایی، وسلهوال طالبان غواړی ارزګان تر خپل کنټرول لاندې راولی او ګاونډیو ولایتونو ته لاسونه وغځوی کړی.
د ارزګان والی محمد نذیر خروټی د یکشنبې په ورځ ازادی راډیو سره په یوهځانګړی مرکه کې وویل، ارزګان چې د افغانستان مرکزی ولایت دی،ځکه نو وسلهوال طالبان غواړی چې دغه ولایت د خپل مرکز. په توګه وټاکی او په خبره یې که مرکزی حکومت ارزګان ته جدی پاملرنه ونهکړی نو د دغه ولایتڅخه به ناامنی د افغانستان نورو ولایتونوته وغځېږی.
نوموړی وایی، ارزګان ته د وسلهوالو طالبانو لوړ پوری مشران هم راغلی او دغلته د خلکو سره په سلا مشورو بوخت دی.
ښاغلی خروټی زیاته کړه:
“موږځینې معلومات ترلاسه کړی چې په هغه سیمو کې چې د وسلهوالو طالبانو تر ولکې لاندې دی، یو شمېر کسان راغلی، پلونه جوړوییعنېځان خلکو ته انجنیریادوی،څه موده مخکې د ملا محمدعمر زوی ملایعقوب هم ارزګان ولایت ته راغلی و.”
خروټی وویل، مرکزی حکومت د ارزګان د امنیت برخه کې خپلو کړو وعدو ته ژمن نهدی پاتې شوی.
دا په داسې حال کې ده چېڅو ورځې دمخه د افغانستان امنیت شورا هم د پسرلی موسم په راتلو سره د ارزګان په ګډون د یو شمېر ولایتونو د امنیت په اړه اندیښنهښودلې وه.
له دې سره د ارزګان د ولایتی شورا مسؤلین هم ورته څرګندونې لری.
په ارزګان ولایت کې د ولایتی شورا رئیس امیر محمد بارکزی وایی چې درې میاشتې کېږی چې افغان امنیتیځواکونو ارزګان ولایت کې د وسلهوالو طالبانو د ځپلو په هدف عملیات پیل کړی خو لا اوس هم وسله وال طالبان د ترینکوټښار په یو کیلو مترۍ کې شتون لری او امنیتیځواکونه په دې نهدی توانیدلی چې شاوخوا سیمې له وسلهوالو طالبانو تصفیه کړی.
ښاغلی بارکزی زیاته کړه:
“د ارزګان خلګ په ډېرو سختو شرایطو کې شپې-ورځې تېروی هره ورځ موږ پولیس له لاسه ورکوو، د پولیسو مورال ورځ تر بلې ضعیفه کېږی.”
په ورته وخت کې د افغانستان دفاع وزارت مسؤلین بیا په دغه ولایت کې د پرمختګ خبر ورکوی.
د دفاع وزارت ویاند جنرال دولت وزیری وایی چې دوی ارزګان کې د هر ډول بریدنو پر وړاندې چمتوالی لری.
نوموړی وایی، موږ د ارزګان امنیتی وضعیت په خپل لومړیتوبونو کې راوستی او زموږ عملیات اوس هم یاد ولایت کې روان دی.
ښاغلی وزیری وایی:
“ارزګان کې موږیوه لویه لېوا لرو چې په هغه کېډېر قوت پروت دی، که بیا هم نورو ځواکونو ته اړتیا شوه په کندهار کې د ۲۰۵ اتل قول اردو موجود دی له هغه ځایه یې ورته استوو.”
بلخوا د مسؤلینو په خبره ارزګان چې له تېرو۶ میاشتو راهیسې د ارزګان ولایت د ټولو ولسوالیو لارې له مرکز ترینکوټ سره د ترافیکو پرمخ وسلهوالو طالبانو تړلی دی.
Comments are closed.