که پاکستان لارې خوشی نه کړی، پراخ لاریونونه به وکړو

گزارشگر:سه شنبه 24 حوت 1395 - ۲۳ حوت ۱۳۹۵

mandegar-3د بلوچستان ایالت ګڼ سوداګر او سیاسی مشرانو د پاکستان له حکومت نه غوښتی، چې ژر تر ژره له افغانستان سره تړلې لارې خوشی کړی.
د بلوچستان ایالت ګڼ سوداګر او سیاسی مشرانو د پاکستان له حکومت نه غوښتی، چې ژر تر ژره له افغانستان سره تړلې لارې خوشی کړی.
سوداګرو او سیاسی مشرانو د بلوچستان په مرکز کوټه کې یوې خبرې غونډه کې و ویل، چې که پاکستان دغه لارې خلاصې نه کړی، نو پراخ لاریونونه به وکړی.
دوی ویل، چې د لارو بندېدو له امله نه یواځې سوداګرو، بلکې په زرګونو عام خلک بې کاره شوی او دواړو لورو لوی زیان لیدلی دی.
په کوټه کې د سوداګرو ټولنې مشر محمد صادق اڅکزی وایی، د لارې بندېدلو له امله نه یواځې د چمن بلکې د افغانانو په پرتله پاکستانی سوداګر ډېر زیانمن شوی ځکه په وینا یې دا مهال له افغانستان داسې ځانګړی شیان نه راځی، بلکې ډېر څه له پاکستان ورځی.
په کوټه کې د صنایعو او سوداګرۍ خونې مرستیال مشر اختر محمد کاکړ وایی، چې افغانستان د پاکستانی توکو تر ټولو لوی مارکېټ دی.
هغه زیاتوی، چې له افغانستان هم پاکستان ته مواد لېږدول کېږی، خو د پاکستان د ۸۵ یا ۹۰ سلنه توکو په مقابل کې یې اندازه ۱۰ سلنې ته رسېږی او دا مهال پنځه سلنه افغان توکی پاکستان ته صادرېږی.
په خبری غونډه کې د تحریک انصاف ځایی مشر نذیر اڅکزی وویل، د چمن سوداګر له حکومت غواړی چې د قانونی سوداګرۍ لپاره سملاسی لار پرانیستل شی.
هغه خبرداری ور کړ چې که پاکستان له افغانستان سره تړلې لارې نه پرانیزی، نو دوی به کاربندیز وکړی او د کوټې او چمن ترمنځ لار به تر ناڅرګندې نېټې پورې وتړی.
باید و ویل شی، چې په پاکستان کې تر وروستیو بریدونو وروسته دغه هېواد له نېږدې یوې میاشتې راهیسې پر ډېورنډ کرښه د تورخم او سپین بولدک لارې تړلې دی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.