بلخی: کډوالی یوه ګډ نړیوال مدیریت ته اړتیا لری

گزارشگر:چهار شنبه 25 حوت 1395 - ۲۴ حوت ۱۳۹۵

mandegar-3د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر وایی، د کډوالۍ پدیده یوه نړیوال ګډ مدیریت ته اړتیا لری.
سیدحسین عالمی بلخی یادې څرګندونې د سې شنبې په ورځ د اروپایی ټولنې له خوا د بېرته راستنېدونکو د ښه مدیریت کولو په اړه په ورکشاپ کې وکړې.
بلخی زیاته کړه چې، له ۲۰۱۶ کال راهیسې له ا روپایی هېوادونو څخه ۷۳۲ کسان په جبری توګه را ایستل شوی دی.
هغه په ورته وخت کې زیاته کړه، چې د کډوالۍ پدیده باید د مبدا، ترانزیت او مقصد هېوادونو او اړوند نړیوالو موسسو له خوا مدیریت شی() د کډوالۍ پدیده یوه کډ او څلور اړخیز مدیریت ته اړتیا لری او زه چې په لومړیو کې د کډوالو د وزیر په توګه وټاکل شوم په همدې باور وم چې هغه وخت د کډوالۍ په مدیریت کې بریالی کېدى شو، چې اړوندې خواوې ګډ مدیریت ولری)).
په همدې حال کې په افغانستان کې د اروپایی ټولنې مرستیال سفیرجورج کانینګهم وایی، هغه افغان کډوال چې اروپا ته تللی ډېرى به یې بېرته افغانستان ته را ولېږل شی او لږ اندازه به یې په اروپایی هېوادونو کې ومنل شی.
نوموړى زیاتوی، چې بیا هم هغه کډوالو چې له اروپایی هېوادونو څخه راایستل شوی د هغه کډوالو چې د افغانستان له ګاونډیو هېوادونو څخه راځی یو فیصد جوړوی((موږ په ډېر غور سره دغه غوښتنلیکونه څېړو او ډېر یې هغه کډوال دی، چې د اقتصادی ستونزو له کبله کډوال شوی دی او له دوى څخه لږ شمېر به یې په اروپا کې ومنل شی)).
نوموړى زیاتوی(( هغه کډوال چې له اروپا څخه افغانستان ته لېږل شوی دی د هغه کډوالو په پرتله چې له ایران او پا کستان څخه را ایستل شوی دی ډېر کم دی او ان له یوه فیصد څخه هم کم ګڼل کېږی)).
خو په ورته وخت کې په افغانستان کې د کډوالۍ د نړیوال سازمان مشر لورانس هارت وایی، هغه کډوال چې نوی افغانستان ته راګرځېدلی دی له ډېرو ستونزو سره لاس او ګرېوان دی((موږ له ډېرو ننګونو سره مخ یو چې یوه له دې ننګونو څخه هم ناامنی ده؛ یوناما په خپل تازه راپور کې خبر ورکړ چې په ۲۰۱۶ م کال کې د ملکی وګړو مرګ ژوبله په بې سارې توګه زیاته شوې وه)).
لورانس په ورته وخت کې زیاتوی((کله چې داسې یوه حساس چاپیریال ته د کډوالو د بېرته را ګرځولو په اړه خبرې کوو نو باید ډېر احتیاط وکړو خو دا یوازې د امنیت موضوع نه ده بلکې د کارموندنې او خدماتوته د لاس رسی موضوع ګانې هم مهمې دی)).
دا په داسې حال کې چې ډېر شمېر افغان کډوال په دوه ګاونډیو هېوادونو پاکستان او ایران کې دی، چې کله نا کله له ډېرو ستونزو سره مخ هم وی او ان داسې راپورونه هم خپاره شوی، له ایران څخه افغان کډوال د سوریې جګړې ته هم لېږل کېږی، چې د کډوالو چارو وزیر هم دغه موضوع په یو ډول تایید کړه او زیاته یې کړه چې په سوریه کې یوازې افغانان نه بلکې د نورو هېوادونو وګړی هم ډېر دی.
د بلخی په خبره په ډېرو اسلامی هېوادونو کې روانې جګړې ډېرې پېچلې دی او زیاتوی چې حکومتونه هم په دې ډول جګړو کې د خپلو اتباعو د ګډون له مخنیوی څخه ناتوانه کوی((سوریې ته د کډوالو د لېږلو مسئله یوه پېچلې موضوع ده اوس وګورئ، چې په افغانستان کې د هر هېواد خلک جنګېږی خو څوک ملامت کړو، په سوریه کې هم همداسې ده له افغانانو پرته د نورو هېوادونو خلک هم ډېر دی)).
بلخی په ورته وخت کې زیاتوی((افغان حکومت هم په دې اړه بې پروا نه دى او د بهرنیو چارو وزارت له ایران سره په دې اړه هم اړیکې نیولې دی خو د دې جګړو پېچلتیا او په کې د وګړو ګډون دولتونه یوه اندازه ناتوانه کړی دی چې مدیریت یې کړی)).
دا په داسې حال کې ده چې په تېرو دوه کلونو کې شاوخوا دوه سوه او پنځوس زره افغانان د بې کارۍ له کبله اروپایی هېوادونو ته لاړل، چې له ډېرو ستونزو سربېره یو شمېر یې بېرته افغانستان ته راولېږدول شول خو ګڼ نور یې لا هم په اروپا کې له یوه نامعلوم برخلیک سره مخ دی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.