گزارشگر:شنبه 28 حوت 1395 - ۲۷ حوت ۱۳۹۵
د “ټولنیز عدالت مدنی جنبش” په نامه مدنی ټولنه وایی، که حکومت د سردار محمد داوودخان پر روغتون د مخالفینو د حملې جزئیات او څرنګوالی ژر تر ژره خلکو ته واضح نهکړی، خلک به پر حکومت بې باوره او د دواړو خوا ترمنځ به واټن رامنځته کړی.
د دغې ټولنې مشر احمد ذکی د جمعې په ورځ کابل کې خبریالانو ته وویل، پر سردار محمد داوود خان روغتونو د وسلهوالو مخالفینو حمله له اسرارو ډکه یوه بوږنوونکې پېښه وه چې د خلکو اندیښنې یې زیاتې کړی او حکومت ته پهکار ده چې پرته له ځنډه د دغې پېښې څرنګوالی واضح کړی.
نوموړی وایی: “د سردار محمد داوود خان د روغتون د پېښې په اړه چې کوم معلومات موږ لرو، د وژل شوېو شمېر یې شاوخوا ۲۵۰ تنه دی او دا شمېره مو له حکومته نهده اوریدلې. په دې اړه زموږ د مدنی ټولنې اندیښنې مخ په زیاتېدو دی.”
د افغانستان د دفاع وزارت د معلوماتو له مخې کابل کې د سردار محمد داوود خان پر روغتون د وسلهوالو په حمله کې ۴۹ تنه چې د روغتون ډاکټران، کارکوونکی او پوځیان په کې شامل دی، وژل شوی او شاوخوا ۶۳ ټپیان شوی دی.
که څه هم پر دغه روغتون د حملې د څرنګوالی د معلومولو لپاره د حکومت لهخوا د حقیقت موندنې کمېسیون ګمارل شوی او څېړنې یې روانې دی خو د ټولنیز عدالت مدنی جنبش وایی، پخوا تردې هم د ورته پېښو لپاره د څېړلو لپاره کمېسیونونه جوړ شوی خو نتایجو ېې د خلکو قناعت نهدی حاصل کړی.
د افغانستان د دفاع وزارت وایی، ګمارل شوی کمېسیون په بشپړ مسلکیتوب سره د یاد روغتون د حملې د څرنګوالی په څېړلو بوخت دی.
د دفاع وزارت د ویاند مرستیال جنرال محمد رادمنش له ازادی راډیو سره خبرو کې ډاډ څرګند چې ګمارل شوی کمېسیون به ډېر ژر د پېښې په اړه د خپلو څیړنو نتایج خلکو ته وړاندې کړی.
ښاغلی رادمنش زیاته کړه: “زه ټولو خلکو ته وایم چې منتظر دې وی چې له ۲۴ مظنؤنینو څخه چې نیول شوی، خپلې پوښتنې بشپړې کړو. له هغې وروسته به د څېړنو نتایج د حقیقت په توګه، خلکو ته وړاندې کړو.”
کابل ښار کې پر سردار محمد داوود خان روغتون د وسلهوالو مخالفینو حمله لومړۍ پېښه نهده بلکې په دې وروستیو کې مخالفینو د پولیسو پر یوې حوزې هم برید کړی چې مرګ ژوبله یې لرله.
کابل ښاریان پر امنتی ارګانونو او په تېره پر کشفی ادارو تاکید کوی چې د پېښو د ترسره کېدو د مخه دې استخباراتی تدابیر جدی کړی.
Comments are closed.