ناټو: د سولې د هغه پروسې ملاتړ کوو چې د افغانانو په رهبرۍ پرمخ ځی

گزارشگر:شنبه 12 حمل 1396 - ۱۱ حمل ۱۳۹۶

mandegar-3د ناټو سرمنشی وایی، ناټو تړون او متحدان یې افغانستان کې د سولې او پخلاینې د هغې پروسې ملاتړ کوی چې د افغانانو په رهبرۍ پرمخ بوتلل شی.
ینس سټولټنبرګ پرون بروکسل کې د ناټو او روسیې د شورا له غونډې وروسته په دې اړه یوه کنفرانس ته څرګندونې وکړې:
“موږ د سولې او پخلاینې د پروسې ملاتړ کوو او طرفدار یې یو، خو دا پروسه باید د افغانانو په مشرۍ او د افغانانو په مالکیت پرمخ بوتلل شی. که دا د افغانانو په رهبرۍ او مالکیت پروسه وه، موږ د داسې اقداماتو ملاتړ کوو چې په افغانستان کې د سوله ییز حل سبب کېږی، خو افغانان باید په خپله دا پروسه رهبری کړی. دا د ناټو کلیدی پیغام دى.”
د ناټو سرمنشی په داسې حال کې د افغانانو په رهبرۍ د سولې د پروسې ملاتړ اعلانوی چې افغان حکومت تېر لمریزکال د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ له حزب‎اسلامی سره د سولې موافقه لاسلیک کړه.
ینس سټولټنبرګ دا خبره پرون د ناټو او روسیې د شورا تر غونډې وروسته وکړه.
په پام کې ده چې مسکو دوه اوونۍ وروسته د افغانستان د سولې په تړاو د یوه سیمه ییز کنفرانس کوربه وی.
ویل کېږی په دغه کنفرانس کې د افغانستان په ګډون د ١٢ هېوادونو استازو ته د ګډون بلنه ورکړل شوې ده، خو په دې غونډه کې به د ناټو کوم غړى هېواد برخه ونلری.
که څه هم وسله‎والو طالبانو ویلی وو چې روسیې په دې کنفرانس کې د ګډون بلنه ورکړې، خو کومې باوری سرچینې دغه خبر رسماً تائید نه کړ.
د ناټو سرمنشی ینس سټولتنبرګ وویل چې د ناټو او روسیې د شورا په پرونۍ غونډه کې یې د افغانستان پر امنیتی چلینجونو هم تمرکز وکړ:
“موږ په افغانستان کې له چلینجونو پر ډک امنیتی وضعیت هم بحث وکړ. دا زموږ د ټولو په ګټه ده چې د افغان ځواکونو مرسته وکړو، څو خپل امن ټینګ کړی. دا هغه کار دى چې دا مهال یې ناټو او زموږ نور متحدان کوی، دوى افغان ځواکونه روزی، مالی مرسته یې کوی او دا ډېره مهمه دهچې ټول اړخونه د افغانانو په مالکیت د پخلاینې د هڅو ملاتړ وکړی.”
په افغانستان کې د ناټو جنګی ماموریت په ٢٠١۴میلادی کال کې پایته ورسېد.
دا مهال افغانستان کې شاو خوا ١٣زره بهرنی سرتېری دېره دی چې ډېرى یې امریکایان دی؛ دوى افغان ځواکونو په روزنه او سلا مشوره کې همکاری کوی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.