د ولسی جرګېیو کمېسیون د افغانستان پوهنیز وضعیت ارزوی

گزارشگر:یک شنبه 13 حمل 1396 - ۱۲ حمل ۱۳۹۶

mandegar-3د سیګار د راپور تر خپرېدو وروسته د ولسی جرګې د پوهنې او فرهنګی چارو کمېسیون د افغانستان د پوهنیز وضعیت د ارزولو خبره کوی.
د سیګار یا د افغانستان د بیارغونېڅخه د امریکا د څار ادارې وروستی راپور د افغانستان د ولسی جرګې د پوهنې او فرهنګی چارو کمېسیون اړ اېستې چې د افغانستان د معارف ارزونه وکړی.
د دغه کمېسیون غړې او په ولسی جرګه کې د بلخ ولایت د خلکو استازې برېښنا ربیع د شنبې په ورځ ازادی راډیو ته وویل چې د دوی ارزونې به له کابله پېل او د هېوادټولو ولایتونو ته وغځېږی.
نوموړې زیاته کړه:
“له دې وروسته مو پرېکړه کړې چېښوونځیو ته به ځو، ولایتونو ته به سفرونه کوو او دا لړۍ به له کابله پېلوو، موږ هر څه له نېږدې ارزوو چې په ښوونځیو کېڅه روان دی او وضعیت په کېڅنګه دی او دا په ټولو ولایتونو کې سل په سلو کې تعقیبوو.”
له دې یوه ورځ وړاندې سیګار یا د افغانستان د بیارغونېڅخه د امریکا د څار ادارې یو راپور خپور کړی چې له مخېیې په ۲۰۱۶ میلادی کال کې د افغانستان د پوهنې د سسټم د ښه والی، د ښوونکو د معاشونو او د ښوونکو د روزنې په برخه کې۸۶۸ میلیونهډالر لګول شوی دی.
خو د دغه راپور موندنېښیی چې یوازې د بلخ ولایت په ۲۶ښوونځیو کې د برېښنا سسټم غېر فعاله، د ښوونکو شمېر د ورکړل شویو ارقامو څه کم او ۳۰ سلنه ښوونکی په ښوونځیو کې حاضر و.
له دې وړاندې هم دغه ادارې پخپل یوه راپور کې د افغانستان په معارف کې د فساد او پیسو د حیف مېل کېدو او د سلګونو خیالیښوونځیو او ښوونکو له موجودیتڅخه پرده پورته کړې وه.
خو د افغانستان د پوهنې وزارت دغه راپور رد او ولسمشر د دغه ادعا د څېړلو لپاره په هغه وخت کې یو کمېسیون وګماره.
په ورته وخت کې د افغانستان د پوهنې وزارت پخوانی مرستیال صدیق پتمن د افغانستان د پوهنې وزارت تر هغې کچې په فساد کېډوبګڼی چې د ده په خبره د افغانستان معارف یې له سقوط سره مخ کړی.
نوموړی زیاته کړه:
“دا ثابته ده چې له دغو پیسوڅخه پخوا هم او اوس هم سوی استفاده شوې، هره یوه هغه افغانۍ چې د افغانستان د خلکو او معارف په نامه راځی او ضایع کېږی دا د افغانستان د خلکو او معارف سره ستره جفا او خیانت دی.”
د سیګار د تازه خپاره شوی راپور په اړه مو هڅه وکړه چې د افغانستان د پوهنې وزارت نظر هم واخلو خو دوی زموږ اړیکېځواب نه کړه.
خو له دېټولو سره ـ سره ښاغلی پتمن وایی چې د افغانستان معارف ژغورلو ته اړتیا لری او د ده په خبره کې په دې برخه کې که جدی ګامونه پورته نشی نو دا به د افغانستان د خلکو او معارف سره ستره جفا وی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.