خوګیاڼی: تر اچین وروسته نورو ولسوالیو کې هم داعش ضد عملیات پیل شوی

- ۰۳ ثور ۱۳۹۶

د ننګرهار چارواکی وایی، د داعش ډلې پرضد به په نورو ولسوالیو کې هم پوځی عملیات وشی.
د ننګرهار ولایتی اداره وایی، په اچین ولسوالۍ کې د امریکایی ځواکونو له خوا د لوى بم له غورځولو وروسته د داعش ډلې پرضد په نورو سیمو کې هم پوځی اقدامات شوی دی.
MANDEGARدا څرګندونې په داسې حال کې کېږی چې د ننګرهار د والی محمد ګلاب منګل په مشرۍ د دغه ولایت مخورو، دینی عالمانو او قومی مشرانو پرون په ارګ کې له ولسمشر محمد اشرف غنی سره د ننګرهار پر وضعیت او هلته د داعش او نورو دولت ضد ډلو خلاف د نورو پوځی اقداماتو پر اړتیا خبرې وکړې.
د ولسمشر مرستیال ویاند دوا خان مینه پال تېره شپه په دې اړه ازادی راډیو ته وویل:
دواخان مینه پال: «ټولو قومی مشرانو په یوه خوله وویل چې دوى د داعش او ترورېزم سره د مبارزې په برخه کې هر ډول قربانۍ ته تیار دی، د افغانستان ولسمشر ترورېزم یوازې د افغانستان لپاره نه بلکې د سیمې او نړۍ لپاره خطر وباله، په دې برخه کې یې د دولت جدی اقدام چې د ترورېزم د سرکوب لپاره دى، څرګند کړ.”
د ارگ په اعلامیه کې ویل شوی چې په پرونۍ کتنه کې قومی مشر ملک عثمان د ننګرهار په شپږو ولسوالیو کې د داعش ډلې ظلمونه یاد کړل او ویې ویل که ولس د دې ډلې مخنیوى نه واى کړى، دا ډله به تر دې لا غښتلې وه.
د ننګرهار دغه مشران په داسې حال کې له ولسمشر سره ګوری چې امریکایی ځواکونو ٩ ورځې مخکې په اچین ولسوالۍ کې د داعش ډلې پر پناه ځایونو تر ټولو لوى خو غیر اټمی بم وغورځاوه.
د ننګرهار چارواکی وایی، په هغه پېښه کې د داعش ډلې څه کم ١٠٠غړی وژل شوی دی.
د ننګرهار د والی ویاند عطاالله خوګیاڼى وایی، په اچین ولسوالۍ کې تر هغه بمی برید وروسته په نورو ولسوالیو کې هم د داعش ډلې د جنیګالیو پرضد پوځی عملیات شوی دی.
نوموړی زیاته کړه: “په نازیانو ولسوالۍ کې هم د داعش پر مرکز [څو ورځې مخکې] یو هوایی برید وشو چې هلته د دې ډلې ٧ وسله وال ووژل شول چې ډېرى یې بهرنیان وو، د حمزه په نوم دغه عملیات د ننګرهار په هغو ولسوالیو کې کېږی یا پیل شوی، چې هلته د داعش حضور وی، په ټوله کې موږ د داعش د له منځه وړلو لپاره پوځی عملیات پیل کړی دی، هرځاى کې چې داعش حضور ولری، هلته به ځمکنی او هوایی عملیات کېږی، دم ګړى مو په چین کې ځمکنی عملیات روان دی، خو هوایی عملیات مو په نازیانو، هسکه مېنه او هغو سیمو کې چې داعش حضور ولری، ترسره کېږی.”
د امریکا دفاع وزیر جیمز متېس ویلی د امریکا دفاع وزارت به دا راز افشا نه کړی چې په اچین ولسوالۍ کې تر ټولو لوى غیر اټمی بم څومره تلفات اړولی دی.
د افغانستان پوځی مقامات وایی، په دې حمله کې د داعش په شا او خوا سلو وژل شویو غړیو کې د هغوى مهم قوماندانان هم شامل دی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.