برید ګر قاصد د سولې خبرې زیانمنوی

- ۱۷ قوس ۱۳۹۱

په داسې حال کې چې د تېرې پنجشنبې په ورځ د ملی امنیت رییس په یوه برید کې چې ویل کېږی، د سولې په اړه یې د وسله والو مخالفانو پیغام راوړونکی له لوری شوی دی،  ټپی شو، د سولې عالی شورا وایی، چې دغسې بریدون به د سولې پروسه زیانمنه کړی.
همدارنګه بیا ولسمشر کرزی د کورنیو چارو د وزیر په مشرۍ د دې برید څېړلو لپاره یو پلاوی ټاکلی دی.
د وزیرانو د شورا او د چارو د ادارې د مطبوعاتو د څانګې رییس احسان الله طاهری بی بی سی ته ویلی، د ملی امنیت پر لوی رییس د شوی  ځانمرګی برید د څېړلو په موخه د کورنیو چارو د وزیر غلام مجتبی پتنګ په مشرۍ یو پلاوی ټاکل شوی او ورته دنده ورکړل شوې چې د خپلو څېړنو پایلې په یوه اوونۍ کې ولسمشر حامد کرزی ته وړاندې کړی.
ښاغلی طاهری زیاته کړه چې د ملی امنیت مرستیال حسام الدین، د لویې څارنوالۍ د تحقیق ریاست مرستیال نور حبیبی جلال او د وزیرانو شورا د دار الانشاء استازی جانان بارکزی د دې پلاوی غړی دی.
د ښاغلی خالد د روغتیایی وضعیت په اړه احسان الله طاهری وویل چې روغتیایی وضعیت یې مخ په ښه کېدو دی او په کابل کې تر درملنې لاندې دی.
په راپورنو کې ویل شوی چې اسد الله خالد هغه مهال د خپل بدن ټیټه برخه کې ټپی شو، چې بمی چاودنه وشوه.
ویل کېږی برید کوونکی ځان د سولې استازی معرفی کړی و او په کابل کې د تایمنی په سیمه کې د ملی امنیت په یوه میلمستون کې د روغبړ پرمهال ځان ته چاودنه ورکړه.
د پنجشنبې په ورځ  له غرمې وروسته یوه ځانمرګی برید کوونکی د کابل ښار د تایمنی په سیمه کې په اتم سړک د ملی امنیت په میلمستون کې اسدالله خالد په نښه کړ. د راپورونو له مخې د بم چرې د خالد پر ګېډه او له نامه کښته وجود لګیدلې.
د ولسمشرۍ ریاست ویاند ایمل فیضی رسنیو سره په خبرو کې وویلی ، چې په پیښه کې د ملی امنیت د ریاست یو شمیر نور کارکونکی هم ټپیان شوی، خو نوموړی یې کره شمېره نه ښیی.
بل لورته وسله والو طالبانو د برید پړه پر غاړه اخیستې او د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره یې ویلی چې په دغه برید کې یې د ملی امنیت ګڼ کارکوونکی وژلی او ټپی کړی دی.
په کابل کې دملی امنیت پرلوی ریس اسدالله خالد تر برید وروسته دملی امنیت ادارې داسدالله خالد له ځینو امنیتی ساتونکو پلټنې ، پوښتنې او ګروېږنې کړی دی . د ملی امنیت یوې لوړرتبه سرچینې خبریال ډات کام ته وویل چې دا پېښه اسانه او ساده خبره نه ده.‌
سرچینی ویلی،  چې د پېښې د څېړلو پایلې به ډېر ژر اعلان شی او  دا به وروسته څرګنده شی چې په پلټنو کې د هېواد کوم ارګانونه برخه لری او څوک یې مشری کوی .
افغان ولسمشر حامد کرزی هم د پنجشنبې په ورځ په بېړنۍ توګه دملی امنیت د رییس اسدالله خالد دروغتیا پوښتنه وکړه . کرزی په خپلو لنډو خبرو کې دملی امنیت په روغتون کې دا برید یو تروریستی عمل وباله او زیاته یې کړه چې اسدالله خالد تر عملیاتو لاندی دی او تر لومړنیو کارونو ورسته به یې بل ځای د درملنې لپاره واستوی . نوموړی کرزی دخبرو پر مهال باندی سخت خوابدی ښکاره کېده او خبری یې خوندوری نه وې ،خو دهغه روغتیا یی حلات یې دډاټ وړ وباله.
همدارنګه ویل کېږی، چې له نوموړی سره د د ملی امینت د ۲۴ ریاست مشر هم ټپی شوی، چې دواړو مشرانو د سولې له یو قاصد سره خبرې اترې کولې.
د ملی امنیت یوې بلې سرچینې بیا خبریال ویبپاڼې ته ویلی، چې د ملی امنیت د رییس روغتیایی وضعیت ښه دی خو ویلی یې دی، چې نوموړی دعا ته اړتیا لری.
د خبریال سرچینې وایی چې په دغه مېلمستون کې دننه پر ځینو کسانو شک شوی دی چې د چاودېدونکو توکو په لېږد کې له برید کوونکو سره مرسته کړې ده .
یاد مېلمستون د اسدالله خالد شخصی مېلمستون و، چې له کلونو راهیسی ځینې لوړ پوړی چارواکی، ولسمشر کرزی او استاد سیاف ته نېژدې کسان ورته ورتلل. په دغه مېلمستون کې به ښاغلی‌خالد له خپلو ډېرو نېژدې دوستانو سره ناستی کولې او هلته به هغه عادی ژوند کاوه.
خو د سولې د عالی شورا چارواکیو ویلی، د سولې قاصدانو له لوری د بریدونو تر سره کول د سولې په اړه باور له منځه وړی.
د دې شورا یوه غړی مولوی شهزاده شاهد د جمعې په ورځ ازادۍ راډیو ته ویلی، چې د سولې په نوم دغه ډول بریدونه د ټولو دینی او افغانی ارزښتونو پر خلاف دی.
شاهد پر بېلابیلو خوا غږ کړی، چې په دغه ډول حملو دې د افغانستان د سولې بهیر نه بدناموی.
له بلی خوا د مشرانو جرګې د شکایتونو اورېدلو کمېسیون رییس ډاکتر زلمی زابلی وایی، چې په دې برخه کې اصلی ستونزه د افغان حکومت د سولې په سټراټېژۍ او د سولې عالی شورا په جوړښت کې ده او تر هغې چې د سولې د عالی شورا په جوړښت کې بدلون رانشی د سولې په اړه خبرې به ناکامه وی.
همدارنګه ښاغلی زابلی ازادۍ راډیو ته ویلی: (( د پاکستان استخبارات غواړی په دغه ډول افغان مشران مړه کړی؛ یو وار یې استاد ربانی وواژه، اوس یې خالد صاحب ژوبل کړی، باید د دې شوار په جوړښت کې هغه ډول خلک ور ګډ شی؛ چې ټولو ته د منلو وړ وی.”
دغه راز پاکستان د افغان څارګرې ادارې پر مشر اسدالله خالد برید غندلی دی او ورته یې د بېړنۍ دعا غوښتنه کړې ده.
له دې وړاندې د ۲۰۱۱ کال د سپټمبر په میاشت کې د سولې عالی شورا رییس برهان الدین ربانی هم د هغه کس له خوا په ځان وژونکې حمله کې ووژل شو، چې د طالبانو د سولې پیغام یې راوړی و.
افغان حکومت هغه وخت له وسله والو مخالفینو سره د سولې خبرې بندې کړې، خو دا ځل لا تر اوسه حکومت په دې اړه کومه پرېکړه نه ده کړې.
اسد الله خالد په تېر کې د غزنی او کندهار والی پاتې شوی، او پر دې سربېره د قومونو قبایلو چارو وزیر هم و. دی په تېر سپتمبر کې د ملی امنیت ادارې د مشر په توګه وټاکل شو.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.