- ۰۴ ثور ۱۳۹۶
د پاکستان حکومت او د دې هېواد د پوځ مشر د افغانستان په بلخ ولایت کې د افغانستان پوځیانو پر یوه مرکز د وسلهوالو ترهګرو برید غندلی او د ترهګرۍ د ځپلو لپارهیې له نړیوالې ټولنې سره د ګډ کار کولو لپاره چمتووالی ښودلی دی.
دا په داسې حال کې ده چې وسلهوالو ترهګرو د جمعې په ورځ هغه وخت بلخ کې د افغانستان پوځیانو پر شاهین ۲۰۹ قول اردو برید وکړ چې پوځیان پر لمانځه ولاړ وو چې لسګونه پوځیانو ته پهکې مرګ ژوبله واوښته.
د افغان امنیتی چارواکو په وینا په دغه برید کې تر ۸۰ زیات پوځیان وژل شوی او تر ۷۰ زیات ټپیان دی، خو بېلابېلې رسنۍ بیا په برید کې د افغان پوځیانو د تلفاتو شمېر ډېر ښیی.
د پاکستان پوځ په مزار شریف کې دغه برید غندلی او ترهګری یې د پاکستان او افغانستان ګډ دښمن بللی دی.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د شنبې په ورځ په دې اړه په یوې خپرې کړې خبرپاڼه کې بیا ویلی چې دا هېواد ترهګری چې په هر شکل وی، په کلکو ټکو غندی.
خبرپاڼه په دې اړه مخکې کاږی: “پاکستان د ترهګرۍ د ناموس د لهمنځه وړلو لپاره له افغانستان او نړیوالې ټولنې سره یوځای کار کولو ته چمتو دی.”
له بلېخوا بیا د پاکستان پوځ مشر جنرال قمر جاوید باجوه هم دا برید غندلی او ترهګری یې د پاکستان او افغانستان ګډ دښمن بللی دی.
د یاد پوځ د مطبوعاتی دفتر خبرپاڼه په دې اړه د جنرال باجوه په حواله ویلی: “ترهګر زموږ ګډ دښمنان دی او باید ماتې ورکړو.”
د چارواکو په وینا، وسلهوال په بلخ کې د پوځیانو مرکز ته په پوځی یونیفورم او رنجر موټرو کې ننوتلی وو او په خبرهیې چې دغه برید نېږدې پنځه ساعته دوام کړی و.
له بلېخوا د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غنی تر دغه خونړی برید وروسته د شنبې په ورځ د بلخ ولایت د امنیتی ارزونې لپاره دې ولایت ته ولاړ او همداراز یې نن د دغه برید له امله په ټول هېواد کې ملی ماتم اعلان کړی دی.
پر پاکستان سربېره امریکا، ناټو او اروپایی هېوادونو هم په بلخ کې پر افغان پوځیانو برید غندلی او دا یې بُزدلانه کار بللی دی.
د یادونې وړ ده چې د دغه برید مسؤلیت طالبانو په غاړه اخیستی دی.
Comments are closed.